د تورخم دروازه به ۲۴ ساعته پرانیستې وي

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI/TWITTER

    • Author, خدای نور ناصر - اسلام اباد او یوسف ځدراڼ - کابل
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې ته تللی وو او هلته يې له افغانستان سره د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانیسته کړې.

ښاغلي خان تر پرانیست غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، له تېرې اونۍ راهیسې چې دغه دروازه په ازمويښتي ډول د ۲۴ ساعته لپاره خلاصه شوې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دې لاره تجارت کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

''له اوسه لا دا چې ۲۴ ساعته دغه لاره خلاصه شوې، نو په تجارت کې پنځوس فیصده زیاتوالی شوی دی. دا خو لا هیڅ نه دي، ما ته خپله تر هغه وخته هیڅ مالومات نه وو، چې په کرغیزستان کې مې د اقتصادي همکاریو سازمان غونډه کې ګډون وکړ. هلته د منځنۍ اسیا هیوادونو مشران چې ټولو له ماسره ولیدل نو ټول دې ته منتظر وو، چې پاکستان دغه لاره خلاصه کړي او د دوی لپاره ګوادر بندر ته لاره خلاصه شي او ورسېږي. ''

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر په دې خبرو کې وویل، هغه له لومړۍ ورځې راهیسې له افغانستان سره ښې اړیکې غوښتې او له افغان ولسمشر اشرف غني سره بیا بیا ښې خبرې شوې دي.

د ښاغلي خان په خبره نن يې هم له افغان ولسمشر سره پر ټيلي فون خبري شوې دي.

''له افغانستان سره زموږ خبرې ډېرې ښې وې، ما له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي او اوس مې هم له هغه سره پر ټيلي فون خبري وشوې، ځکه چې پرون د هغه په کمپاين غونډه کې برید شوی وو، نو له افغانستان زموږ اړیکې چې څومره موږ کولی شوای، موږ ښې کړې دي، موږ باور ورکړی دی. خو له بده مرغه هلته چې د سولې خبرې اوس ودرېدې او زه به دا د افغانستان او پاکستان دواړو بدمرغي وګڼم، چې دغه خبرې ودرېدې. زه بیا دا وایم چې موږ به بیا هم پوره پوره هڅه کوو، چې دغه خبرې په مخ لاړې شي او هلته سوله راشي ''.

عمران خان څه موده وړاندې اعلان کړی و چې له افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره د تورخم دروازه د ۲۴ ساعتنو پرانیستې او فعاله وي.

بل لور ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ خورا بوختې لارې تورخم کمیسار نجیب الله ساپي بي بي سي ته وویل، د ۲۴ ساعتونو لپاره د دغې لارې د پرانیستل کېدو په لومړنیو اوونیو کې پر دغه بندر د اوښتونکو راوښتونکو وګړو او ګاډو شمېر دوه هومره شوی دی.

د بندر د ۲۴ ساعته پرانستنې ژمنه پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت کړې وه. د هغه په باور دا د تګ راتګ هوسا او د سوداګرۍ د غوړېدو له پاره اغېزمنه لار ده.

مخکې دا بندر ۱۲ ساعته - د سهار له شپږو د مازیګر تر شپږو پرانستی و چې ازمېښتي ۲۴ ساعته کېدنه یې د سپټمبر له لومړیو پیل شوه.

د نویو مقرراتو له مخې به ګاډي شپه او ورځ، او مساپر د شپې تر دولسو بجو پر تورخم یوې یا بلې خواته اوښتلی شي. دې ګام ته د کرښې دواړو غاړو ته خلکو، په تېره سوداګرو هرکلی ویلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، د نورو لاملونو ترڅنګ، په تورخم کې د پاکستان لخوا لګېدلو محدودیتونو هم د سوداګرۍ په پیکه کېدو کې ونډه درلوده.

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د خونې مرستیال مشر خان جان الکوزی وایي، په نویو بدلونو سره به هغه سوداګر چې نورو خواوو ته یې مخه کړې وه، بېرته د تورخم کارولو ته زړه ښه کړي.

د دواړو هېوادو سوداګري په وروستیو کلونو کې دوه درېیمه غورځېدلې او د یو میلیارد ډالرو شاوخوا کې پاته شوې وه. تورخم د پاکستان لوی بندر - کراچۍ ته د افغانانو تر ټولو لنډه لار بلل کېږي چې بهرنۍ نړۍ ته د افغان صادراتو او وارداتو وَر پرانیزي.

سوداګر اوس غوښتنه لري، چې د ۲۴ ساعته کېدنې ترڅنګ، کابل او اسلام آباد سوداګرو ته په بندر کې د ویزې او ګمرک آسانتیاوې هم چمتو کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت چې څو کاله وړاندې شاوخوا درې میلیارده وو، د دواړو غاړو د سوداګرۍ خونو په خبره اوس تر یو میلیاره هم راټيټ شوی دی.