پاکستان: تورخم به سرله سبا شپه او ورځ په آزمویښتي ډول خلاص وي

تورخم لاره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر تورخم دروازې اوښتونکي باید ویزه ولري.

پاکستان وايي سر له نن (دوشنبه د وږي ۱۱) به د افغانستان لپاره د تورخم لار په ازمايښتي ډول شپه او ورځ خلاصه پرېږدي او خلک به پرې تګ راتګ کولی شي، خو ویزې ته به بیا هم اړتیا وي.

د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکي وايي، لومړی وزیر عمران خان به یوه اوونۍ وروسته د دې لارې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانست غونډه وکړي، خو دوی دغه لاره سر له سبا چې د سپټمبر دویمه کېږي ۲۴ ساعته پرانستې پرېږدي.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دوی ته ویلي چې تر ورتګ وړاندې یې دا لاره خلاصه کړي چې معلوم شي څه کمۍ شته چې پر آوارولو یې کار وشي.

تورخم
د عکس تشریح، د ډيورنډ پر جنجالي کرښې ډېر ځله د تگ راتگ لارې په بېلابېلو پلمو تړل شوي چې عام خلک ترې ډېر زیانمن شوي.

ښاغلي یوسفزي وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري شته نو باید هم تجارت او هم د عامو خلکو لپاره آسانتیا رامنځته شي.

د ښاغلي یوسفزي په خبره تراوسه د پرانیست غونډې د نېټې اعلان نه دی شوی، چې د پاکستان لومړی وزیر به کله ورځي، خو تر هغه پورې به دروازه ۲۴ساعته خلاصه وي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تورخم لاره چې تر ټولو لارو زیات تګ راتګ پرې کېږي، تراوسه به یوازې د ورځې په مخ خلاصه وه، خو پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني په وروستي سفر کې پاکستان د تورخم لارې د څلرویشت ساعته خلاصېدو اعلان کړی و.