افغان ټاکنې: د طالبانو ګواښ او د امنیتي ځواکونو ډاډګیرنه

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاتکنو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

افغان امنیتي چارواکي وايي، له امنیتي ننګونو سره به د شنبې ورځې ولسمشریزې ټاکنې وشي. د افغانستان ملاتړو هېوادونو او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما) د هېواد مشرتابه لپاره ټاکنې یوازینۍ مشروع لاره بولي.

خو د طالبانو د نظامي شورا په نامه ډلې یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي، خلک دې له ټاکنو سره پرېکون وکړي او نور دې هم په ټاکنو کې له ګډون کولو را وګرځوي. په خبر پاڼه کې د ټاکنو پر مرکزونو او امنیتي ځواکونو د بریدونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د طالبانو نظامي شورا له هغه یوه ورځ وروسته دا خبرداری ورکړی چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په دوحه کې له طالب استازو وغوښتل چې د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

تادامیچي یاماموتو ویلي، د رایو پر مرکزونو او په ټاکنو کې پر ګډون کوونکو بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي او د دې شونتیا شته چې دا جنګي جنایت وګڼلی شي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د شنبې پر ورځ ترسره کېږي

بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د طالبانو خبرپاڼه پروپاګند بولي او وايي، امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي:

"طالب ترهګرو چې څه ویلي، هغه یوازې منفي تبلیغات دي. موږ به هېچا ته اجازه ور نه کړو چې دغه تاریخي پروسه مختل کړي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو، کشف او استخباراتو ۷۲ زره کسان په ټول هېواد کې د دغې مهمې او تاریخي پروسې د امنیت خوندیتوب لپاره ګومارل شوي دي او لومړۍ درجه احضارات لري ".

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، نن (پنجشنبه) سهار د رایې ورکولو په مرکزونو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او د پوهنې وزارت چارواکو په خبره ۴۳۷۲ مرکزونه به په ښوونځیو کې فعال وي، چې د ټولو مرکزونو ۷۰ سلنه کېږي.

رحیمي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کورنیو چارو وزارت د ټاکنو په تړاو د طالبانو ګواښونه رد کړي

د یوناما په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د ټاکنو ورځې له رارسېدو سره د وېرې او ترهې ډېر رپوټونه شته. خبرپاڼه کې پروان کې ټاکنیزې غونډې ته څېرمه او په زابل کې د یوه روغتون څنګ ته د طالبانو بریدونو او په هلمند او ننګرهار کې د دولتي ځواکونو هوايي بمبارۍ ته اشاره شوې، چې ملکي خلکو ته پکې مرګژوبله واوښته.

بل لور ته په کابل کې د برتانیا سفارت په یوه ټویټر پیغام کې د طالبانو تاوتریخوالی غندلی دی. اروپایي ټولنې هم بیا بیا د افغان ټاکنو پر ترسره کېدلو ټینګار کړی دی.

داسې حال کې چې په ټاکنو کې د رایې اچولو بهیر پیل ته د ورځو پر ځای اوس ساعتونه شمېرل کېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسوالیو له مرکزونو د رایې اچونې مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو لېږد وروستي پړاو ته رسېدلی دی.

ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، نهه میلیونه او شپږ سوه زره کسانو په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره نوملیکنه کړې، چې د دوی په خبره څه باندې ۳۰ سلنه یې ښځې دي.