افغان ټاکنې: د رايو ورکوونکو شمېر له دوه ميليونو واوښت

افغان ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اافغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون په وينا شاوخوا ۳۷۰۰ رایمرکزونو د لومړنیو شمېرو له مخې نژدې ۲.۲ ميليونه کسانو په رایه اچوونه کې ګډون کړی

د افغانستان د ټاکنو کميسيون په وينا د شاوخوا ۳۷۰۰ رایمرکزونو د لومړنیو شمېرو له مخې نژدې ۲.۲ ميليونو کسانو په رایه اچوونه کې ګډون کړی دی. د پاتې مرکزونو د شمېرو په ور زیاتولو به د رايو ورکوونکو ټولیز شمېر وروسته برسېره شي.

د ټاکنو کمیسیون وایي په ټول هېواد کې د پرونیو ولسمشریزو ټاکنو رایې شمېرل شوي، اړوندو پاڼو ته رسول شوي او د ګډولو له پاره مرکز ته استول شوې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې پرون (۲۸ سپټمبر) د شنبې په ورځ د ناامنۍ له پېښو او ګواښونو سره سره ترسره شوې.

د کمیسیون مرستیال مشر عصمت الله مل په وينا د کابل د ټولو ولسوالیو او یو شمېر ولایتونو اړوند اسناد مرکزي ته دفتر ته ور رسېدلي او د نورو د لېږدولو بهیر روان دی.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون په وينا د شاوخوا ۳۷۰۰ رایمرکزونو د لومړنیو شمېرو له مخې نژدې ۲.۲ ميليونه کسانو په رایه اچوونه کې ګډون کړی دی. د پاتې مرکزونو د شمېرو په ور زیاتولو به د رايو ورکوونکو ټولیز شمېر وروسته برسېره شي.

افغان ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنو کمیسیون وایي په ټول هېواد کې د پرونیو ولسمشریزو ټاکنو رایې شمېرل او ثبت شوې دي

د لومړيو معلوماتو له مخې په کابل کې تر ټولو ډېرو کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې ده.

کمیسیون وایي، د ولسمشرۍ هر نوماند په رایو کې خپله ونډه لري، خو لا هم د هغوی د رایو د سلنې، یا ګټنې یا بایلنې په اړه څه ویل تر وخت وړاندې دي. کمیسیون دغه راز، پر هغه چا چې نوماندانو ته د بري مبارکۍ ورکوي نیوه کې کړي او په کلکه یې غوښتنه کړې چې د رسمي شمېرو او پایلو تر اعلان وړاندې، له ځانه څه ونه وایي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانانو د شنبې پر ورځ د سختو امنیتي تدبیرونو تر سیوري لاندې په ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې. د ټاکنو بهیر کې د هېواد ځینې برخو کې توغندیز بریدونه او بمي چاودنې هم وشوې.

ټاکنیزو چارواکو ټینګار کړی چې دا شمېر یوازې اټکلي دی
د عکس تشریح، ټاکنیزو چارواکو ټینګار کړی چې دا شمېر یوازې اټکلي دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا ټاکنې بریالۍ وبللې او خلکو ته یې مبارکي ورکړه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني شنبه ماسخوتن یو ځل بیا د ملي راډیو تلویزیون له لارې ولس ته وینا وکړه.

نوموړي وویل، که کوم نوماند په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه شکایت لري، نو له قانوني لارو چارو دې خپل شکایت له اړونده ادارو سره ثبت کړي چې څېړنه یې وشي.

ولسمشر غني همدا راز له طالبانو وغوښتل چې جګړه بنده کړي او سولې ته، چې د افغان ولس غوښتنه، غاړه کېږدي. نوموړي وویل، د افغان حکومت لخوا د سولې خبرو اترو لپاره دروازې پرانیستې دي.