نبیل: د ولسمشرۍ ټاکنې لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري

د عکس سرچینه، Rahmatullah Nabil
د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند رحمت الله نبیل نن د سې شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د شنبې ورځې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري او د ټاکنو کمېسیون باید د دوهم پړاو لپاره چمتووالی ونیسي.
دی زیاتوي، د ټاکنیزو کمېسیونونو له اعلانه وړاندې د یو شمېر نوماندانو له خوا د بري اعلان به یوه نوي بحران ته لاره پرانیزي.
ښاغلی نبیل د ټاکنو له دواړو کمېسیونونو وغوښتل چې پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"یوازې بایومټریکې رایې موږ ته منلو وړ دي او له کمېسیونونو غواړو چې یوازې بایومټریکې رایې ومني."
داسې ښکاري چې د غیر بایومټرېک رایو شمېر او یا هم نه شمېرل به په راتلونکو ورځو کې تاوده بحثونه او ناندرۍ را وپاروي، ځکه د رحمت الله نبیل نه وړاندې د ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله هم پرون یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې یوازې بایومټرېک رایې باید وشمېرل شي.
خو د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او د په ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړي فضل هادي مسلمیار په ټاکنو کې د ټولو کارول شویو رایو پر شمېرنه ټینګار کړی او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې ته یې په خطاب کې ویلي چې غیر بایومټریکه رایې دې پر پلار هم شمېرو'.

د عکس سرچینه، Muslimyar Facebook
رحمت الله نبیل نن د سې شنبه په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هېڅ یو کاندید به ونه توانیږي چې '۵۰ جمع یو' پوره کړي او په وینا یې په ټاکنو کې د خلکو کم رنګه ګډون د ملي یووالي حکومت پرمخ یوه کلکه څپیړه وه.
تر دې دمه د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو په دې ټاکنو کې د ډېرو رایو ترلاسه کولو او ځینو ان د خپلې بریا اعلانونه کړي دي.
خو د ټاکنو کمېسیون وایي، له دوی پرته نور هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر د ټاکنو د پایلو او یا هم د خپلې بریا اعلانونه وکړي.
نړیوالې ټولنې او بهرنیو هېوادونو هم له ټاکنو وروسته په خپلو غبرګونونو کې پر همدې ټکي ټینګار کړی و چې ټولې ډلې باید اصول ومني او د رسمي پایلو اعلان ته انتظار وکړي.
د ټاکنو کمېسيون په وينا د شاوخوا ۳۷۰۰ رایو مرکزونو د لومړنیو شمېرو له مخې نژدې ۲.۲ ميليونو کسانو رایه اچولې. د پاتې مرکزونو د شمېر په ور زیاتولو به د رايو ورکوونکو ټولیز شمېر وروسته برسېره شي.
د ټاکنو کمیسیون وایي، په ټول هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو رایې شمېرل شوي، اړوندو پاڼو ته رسول شوي او د جمع کولو له پاره مرکز ته استول شوې دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې شنبې پر ورځ د نا امنۍ له پېښو او ګواښونو سره سره ترسره شوې.








