افغان ټاکنې: د نړیوالو ادارو او بهرنیو هېوادونو غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د شنبې ورځې ولسمشرۍ ټاکنو ته د بېلابېلو سفارتونو او نړیوالو ادارو د مشرانو غبرګونونه را مخې ته شوي دي. تر ډېره دا غبرګونونه مثبت دي او افغان ولس ته پکې په ټاکنو کې د ګډون له کبله مبارکي ویل شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو پرون شنبه پخپله کابل کې د رایو یو مرکز ته تللی و.
یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
یوناما د هغو ټولو کسانو قدرداني کوي چې خپله رایه یې وکاروله، او د هغو کسانو غندنه کوي چې د دې بهیر د ګډوډلو لپاره یې ګواښ او تاوتریخوالي ته مخه کړې".
یوناما پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی چې د رایو د شمېرل کېدو پر مهال له زغمه کار واخلي تر څو دا بهیر په سمه توګه بشپړ شي. په پیغام کې زیاته شوې ده چې یوناما د رایه ورکوونکي د شمېر په اړه تبصره نه کوي او یوازې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا اعلان شوې شمېرې او پایلې د منلو وړ دي.

د عکس سرچینه، UNAMA
کابل کې د امریکا سفارت پرون شنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا د هغو افغانانو ترڅنګ ولاړه ده چې د ګواښونو او سختیو سره سره د خپلې دیموکراسۍ د پیاوړي کولو لپاره د رایو مرکزونو ته ځي.
په پیغام کې زیاته شوې ده چې ټولې ښکېلې غاړې دې اوس له زغمه کار واخلي چې د ټاکنو چارواکي پایلې مالومې کړي.
کابل کې د برتانیا سفارت نن یکشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
"رایه اچوونکو ته مبارکي وایو چې په افغان ټاکنو کې یې ګډون وکړ. برتانیا په ټولو ښکېلو خواو غږ کوي چې د دې پروسې او د قانوني برلاسي ته درناوی وکړي، او د ټاکنو پر کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ کوي چې خپله مسئولیت په بې پرې، ښه او رڼه توګه ترسره کړي. نوماندان او د هغوی پلویان دې تر وخت د مخه د بریا له ادعاو او د درغلیو له بې بنسټه تورونو ډډه وکړي".

د عکس سرچینه، UK Embassy in Kabul
همدا راز په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
"د ټاکنو ورځ د افغان دیموکراسۍ لپاره د ویاړ ورځ وه. په پیغام کې زیاته شوې ده چې د اروپایی ټولنې دیپلوماتانو د کابل د ملالۍ لېسې د رایو په مرکز کې د خلکو کتار ولید. ټاکنیزه عمله پر ځای وه او د خلکو مرسته یې کوله. امنیتي کسان بېداره او ډاډه وو. ټولو ته زموږ درناوی".
په کابل کې د هالنډ د سفارت مرستیال هنس اکبربوم هم پرون شنبه کابل کې د رایو یو مرکز ته تللې و.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا ورته د ویاړ خبره وه چې د رایې اچونې بهیر یې له نږدې ولید. ښاغلي اکبربوم ویلي، د سیاسي سیالۍ دا شېبه د افغانانو لپاره د ملي یووالي، سولې او دیموکراسۍ فرصت هم کېدلی شي.

د عکس سرچینه، UNAMA
کابل کې د جرمني سفارت هم په ټاکنو کې د ګډون له کبله د افغانانو ستاینه یې کړې او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی چې اوس له زغمه کار واخلي.
جرمني همدا راز پر طالبانو نیوکه کړې ده چې د ټاکنو پر ورځ یې د رایو پر مرکزونو بریدونه کړي. په پیغام کې راغلي، یوه ډله چې د افغانانو د استازولۍ دعوه هم کوي، نشي کولای چې خلک یه یو دیموکراتیک بهیره را وګرځوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د افغانستان حکومت، خلکو او امنیتي ځواکونو ته د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو مبارکي ورکړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانان د دې ټاکنو پر مټ کولای شي چې په خپل هېواد کې سولې، امنیت، ثبات او دیموکراسۍ ته وده ورکړي.
د پاکستان حکومت هم پرون په یوه اعلامیه کې افغان حکومت او ولس ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې ده چې د رڼو ټاکنو له لارې رامنځته شوی نوی حکومت به وکړای شي چې د سولې بهیر پر مخ بوځي، او له دې سره په افغانستان کې د تېرو ۱۸ کلونو جګړه پای ته ورسېږي.
کابل کې د ایران سفارت هم په یوه ټویټ کې د ولسمشرۍ ټاکنو له کبله افغان حکومت او ولس ته مبارکي ویلې او ټاکنې یې د ولسواکۍ د پرمختګ لامل بللې دي.










