د سولې ولسي کاروان ۲۵ غړي د طالبانو له سیمې بېرته را ستانه شول

سوله
د عکس تشریح، په دویمه ورځ ددې کاروان له شاوخوا ۲۵ کسانو یوازې پنځه تنه سپینږیري او ضعیف کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړای شوي دي او نور طالبانو له ځان سره بیولي.

د سولې د ولسي حرکت د فرهنګي چارو مسوول عبدالمالک همدرد بي بي سي ته ویلي، د دوی هغه ۲۵ ملګري چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو سره ځان سره بېولي وو اوس بېرته را خوشي شوي دي. دغه کسان هلمند کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته ورغلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د سولې ولسي حرکت غړو د خپلو ۲۵ ملګرو د ځای ځایګي او برخلیک په اړه له طالبانو پوښتنې کړې وې او د هغوی د لادرکۍ خبره یې کړې وه.

دغو کسانو د تېر کال په څېر سږکال بیا هڅه کوله چې د سولې په پار د طالبانو د ولکې سیمو ته هم ورشي او په خبره یې د سولې غږ خلکو ته ورسوي.

وروسته له دې چې دغه کاروان د طالبانو ولکې لاندې سیمې ته ورسېد په لومړۍ ورځ یې څلور مشران طالبانو له ځان سره بوتلل. هغه مهال ویل شوي وو چې له دوی سره خبرې کیږي.

پر دویمه ورځ د دې کاروان له شاوخوا ۲۵ کسانو یوازې پنځه تنه سپینږیري او ضعیف کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړای شولا او نور له طالبانو سره پاتې وو. په دوی کې یو ۷ کلن ماشوم هم و.

کله چې په لومړۍ ورځ د سولې کاروان مشران بیول کېدل، د دې کاروان نورو غړو ویلي وو چې وسله والو طالبانو له دوی غوښتي وو چې بېرته ګرشک ولسوالۍ ته ستانه شي، خو د دوی ځواب ورته دا و چې د خپلو ملګرو بیا ستنېدو ته تمیږي.

خو په ګرشک کې د ولسي حرکت پاتې کسان وايي، دوی د خوړو او نورو اړتیاو پوره کولو لپاره دې ولسوالۍ ته تللي وو، خو چې کله بېرته د طالبانو ولکې لاندې سیمو ته ستانه شول، د کلي خلکو ورته ویلي و چې ستاسې شاوخوا ۲۱ ملګري وسله والو طالبانو له ځان سره بوتلل.

خو د سولې ولسي حرکت ځینې غړي وايي، د خبرو لپاره یوازې د دوی مشران بس وو او د پاتې ۲۱ کسانو بیولو اړتیا نه وه.

سوله

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د یو اوه کلن ماشوم په ګډون ستانه شوي کسان اوس د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې دي.

د سولې د ولسي حرکت غړو له خلکو غوښتي چې وسله والو طالبانو ته باید قناعت ورکړل شي چې دوی ته دا اجازه ورکړي چې ددوی تر ولکې لاندې سیمو کې د سولې غږ پورته کړي.

تېر کال هم کله چې ولسي حرکت غوښتل چې د طالبانو واک لاندې سیمو ته ورشي، طالبانو دوی ته اجازه نه وه ورکړې او له دوی یې غوښتي وو چې ددوی سیمو ته داخل نه شي.