خلیلزاد د سولې پرمختګ په اړه هندي چارواکو سره خبرې کړې

د عکس سرچینه، @MEAIndia
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هند او ددغه هېواد چارواکو ته له طالبانو سره په روانو خبرو کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار پر خپل ټویټر پاڼه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ستاینه کړې چې د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته یې په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړي او هغه یې له شویو پرمختګونو خبره کړې ده.
ښاغلي کومار زیاته کړې په دې کتنه کې دواړه لوریو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ په برخه کې د سیمه ییزه اړخونو د رول په اړه خبرې وکړې.
ویاند ویلي هند به په راتلونکو ورځو کې له مهمو اړخونو سره په دې اړه ګډ کار وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې ښاغلی خلیلزاد نوي ډیلي ته په دوه ورځني سفر راغلی او نن به له یو شمېر نورو هندي چارواکو سره لیده کاته وکړي.
زلمی خلیلزاد داسې مهال هند ته تللی چې پام کې ده د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبرې له یوې ورځنۍ دمې وروسته نن بیا پیل شي.
د شپږم پړاو دا خبرې د تېرې چارشنبې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې پيل شوي او ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې په دې خبرو کې پرمختګ هم شوی.
هند د افغانستان په مساله له مهمو سیمه ییزو اړخونو او له افغانستان سره د لویو مرستندویو هېوادونو په ډله کې راځي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هند او پاکستان چې د کړکېچنو اړیکو اوږد تاریخ لري تل یې په افغانستان کې د یو بل پر رول نیوکه کړې ده.
هند چې په افغانستان کې یې څو لویې پرمختیايي پروژې تمویل کړي وايي چې پاکستان له افغانستان د خپل ستراتیژیک عمق د ساحې په توګه کار اخلي او د ترهګرو ملاتړ کوي.
خو پاکستان وايي هند غواړي په افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي او له دې لارې هڅه کوي چې په پاکستان کې ګډوډیو ته لمن ووهي.
د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د کړنلارې چمتو کولو پرمهال له هنده غوښتل شوي و چې په افغانستان په اقتصادي وده کې مخکښ رول ولوبوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دې وړاندې هم په تېرې جنورۍ میاشت کې هند ته تللی و.

د عکس سرچینه، Getty Images










