د لسو افغان خبریالانو لومړی تلین؛ 'د خبریالانو امنیت وساتئ'

د عکس سرچینه، Social media
د افغانستان د خبریالانو د همغږۍ کمېټې د لسو وژل شویو خبریالانو په لومړي تلین کې د جګړو له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د خبریالانو امنیت ته پاملرنه وکړي.
تېر کال د غويي/ثور په لسمه نېټه په همدې ورځ نهه خبریالان د کابل ښار په شش درک سیمه کې د ځانمرګي برید ښکار شول، په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال احمد شاه هم ووژل شو.
د خوست خبریالانو په یوه جلا غونډه کې د احمدشاه تلین ولمانځه او د هغه ژورنالستیک کارونه او په دې ډګر کې د نوموړي هاند او هڅې وستایلې.
نن سې شنبې د ثور لسمه- چې د دغو وژل شویو خبریالانو له لومړي تلین سره برابره ده- د خبریالانو همغږۍ کمېټه وايي، په افغانستان کې له رسنوالو سره د تاوتریخوالي زیاتېدو اندېښمن کړي دي.
دغه کمېټه په یوه اعلامیه کې د افغان جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د خبریالانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د بي بي سي خبریال احمد شاه د ۲۰۱۸ کال د اپریل پر ۳۰ مه د نامعلومه وسله والو لخوا په خوست کې په ډزو ووژل شو. احمدشاه ۲۹ کلن و او تر څه باندې یو کال پورې یې له بي بي سي پښتو سره دنده درلوده. د بي بي سي د نړیوالو خپرونو مشر جيمي انګس په یوه خبرپاڼه کې احمدشاه تکړه خبریال وباله او د هغه پر وژنه یې خواشیني څرګنده کړه.
د نوموړي له وژل کېدو وروسته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې د بي بي سي خبریال احمدشاه په وژنه کې دوی لاس نه درلود او پر دې پېښه خوابدي دي.

د خبریالانو همغږۍ کمېټې په اعلامیه کې د جګړو اصلي قربانیان خبریالان یاد شوي او د سولې په برخه کې یې له هرې هلې ځلې ملاتړ کړی او د رسنیو په برخه کې یې د ازادۍ غوښتنه کړې ده.
د لسو وژل شویو خبریالانو تلین په داسې مهال لمانځل کېږي چې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه هم روانه ده او شاوخوا درې زره کسانو پکې د سولې لپاره د لار موندنې په تړاو ګډون کړی دی.
د افغان خبریالانو په اعلامیه کې راغلي، د دغې جرګې ګډونوالو د خبریالانو غوښتنو ته درناوی کړی په ځانکړي ډول د بیان ازادۍ ته چې دوی په خپلو تصمیمونو کې ورته ځای ور کړی دی.
د وژل شویو خبریالانو د کورنیو په اړه نه پاملرنه هغه نیوکې وې چې نن د خبریالانو د همغږۍ د کمېټې په مراسمو کې ورته یادونه وشوه.
د دې کمېټې غړو یو شمېر ځانکړې کړۍ په دې تورنې کړې چې د وژل شویو خبریالانو په نوم له کورنیو او بهرنیو موسسو مرستې اخلي او هغوی ته نه رسېږي.
دوی غوښتنه وکړه چې دغه مرستې باید د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره په مستقیم ډول وشي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د همدې خبریالانو په یادو جوړو شوو مراسمو کې وویل، خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي ټولې دوسیې یې راسپړلي او د بښنې دود ته یې پای ورکړی دی:
"تاسو ټول پوهېږئ چې له ډېرو کلونو را په دې خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې همداسې لاینحله پاته وې او هېڅ پرمختګ یې نه و کړی، موږ څو بنسټونو لکه لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او د خبریالانو د دفاع بنسټونو د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ په ګډه د یوې تګلارې له مخې دې چارې ته مټې رابډوهلې او ټولو قضیو ته مو قضایي مسیرونه وټاکل، د ټولو په وړاندې د قانون حاکمیت او عدالت پلی شو، دا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د معافیت د دود پای ته رسول و."


د عکس سرچینه، د افغانستان د خبریالانو د همغږۍ کمېټه
د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته پر وخت نه رسېدل او هغوی ته پر وخت معلومات نه ورکول ددې خبریالانو له نورو غوښتنو څخه وې.
تېر کال د افغان خبریالانو لپاره تور کال و، په دغه کال کې شاوخوا شل خبریالان او د رسنیو کار کوونکي ووژل شول.
د خبریالانو مرکز له دې وړاندې اعلان کړی و چې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې لخوا ۱۳ خبریالان، د طالبانو له لوري دوه او د نا معلومو وسله والو له لوري په افغانستان کې پنځه خبریالان وژل شوي دي.










