د بي بي سي خبریال احمد شاه په وژنه تورنو کسانو ته سزا ورکړل شوه

احمد شاه
د عکس تشریح، احمد شاه تر وژل کېدو وړاندې له بي بي سي سره کابو یو کال د ولایتي خبریال په توګه دنده ترسره کړه

په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې په خوست ولایت کې د بي بي سي وژل شوي خبریال احمد شاه وژونکو ته سزا اورولې ده. په دې درېیو تورنو کسانو کې یو تن په اعدام محکوم شوی، دویم کس په ۳۰ کاله بند او درېیم کس په ۶ کاله بند محکوم شوی.

احمد شاه د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په دېرشمه نېټه په خوست کې د یو شمېر وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.

افغان چارواکو تر دې پېښې وروسته یو شمېر کسان د هغه د وژنې په تور نیولي وو او قضیه یې په یوه ځانګړې محکمه کې روانه وه.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه بي بي سي ته وویل:

''په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمدشاه د وژنې په تړاو درې کسان نیول شوي وو، څېړنې د څارنوالۍ له لوري بشپړې شوې. دوسیه یې څو ورځې وړاندې محکمې ته لېږل شوې وه. په پایله کې یوه کس ته د لومړنۍ محکمې له لوري د اعدام، یوه کس ته د ۳۰ کاله بند او بل کس ته د شپږو کلونو بند سزا واورل شوه. دوسیه یې بېرته څارنوالۍ ته راغلې، څارنوالۍ یې دوسیه د عدالت پلي کېدو لپاره استناف یا دویمې محکمې ته لېږلې. دوسیه محاکماتي دوران کوي. دا له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښو ته د رسېدو لپاره د حکومت او لویې څارنوالۍ کلک هوډ ښيي. ''

د بي بي سي چارواکو د احمد شاه تر وژنې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته یو لیک استولی و او پکې یې د هغه د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې وه.

د احمد شاه تر وژل کېدو وروسته د بي بي سي مشر جیمي انګس په یوه رسمي خبرپاڼه کې ویلي وو:

"په ډېرې خواشینۍ سره بي بي سي د خپل خبریال احمد شاه مړینه تاییدوي. دا یوه زړه بوږنوونکې ضایعه ده او زه د احمد شاه ملګرو او کورنۍ او د بي بي سي له افغانستان برخې سره خپله غمشریکي ښیم."

میرویس
د عکس تشریح، د احمدشاه د پلار میروس په وینا نه کوم اخطار نه و ورکړل شوی او نه یې بدي دښمني درلوده

د بي بي سي پښتو راډیو مدیر داود اعظمي د خپل پخواني همکار احمد شاه په اړه وایي:

"احمدشاه چې په ۲۹ کلنۍ کې ووژل شو، یو ډېر متواضع ځوان و، خو په افغانستان کې د بي بي سي د یوه خبریال په توګه د هغه کار ډېر پیاوړی و.

دی به د یوه داسې پرکار او له انرژۍ ډک کس په توګه یادېږي چې پراخه لیوالتیا یې درلوده او د نوو رپوټونو لپاره به یې تل نوي موضوعات درلودل.

د هغه د خبریالۍ حس د هرې ورځې په تېرېدو سره تیزېدی او وده یې کوله ".

فعالیتونه

احمدشاه د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د هرې ولسوالۍ د امنیتي حالت په اړه تفصیلات راغونډ کړل. په دې کې د یوې داسې ولسوالۍ په اړه معلومات ول، چې هلته نه د طالبانو کنټرول و او نه هم د حکومت، بلکې ځايي کلیوالو خپلې چارې په خپله پر مخ بیولې.

که څه هم خوست ولایت نسبي امنیت لري، خو په دا وروستیو کې له ګاونډي پاکستان سره د ډېورنډ پر کرښه شخړه پېښه شوه. احمدشاه د رپورټ جوړولو لپاره دغې سیمې ته ولاړی چې وګوري څه روان دي.

د احمدشاه وروستی ټلویزوني رپوټ په خوست کې د هغه ځوان په اړه و، چې تل سر تر پښو د یوه رنګ کالي اغوندي، چې داسې په افغانستان کې د ټولو قامونو او مذهبونو د یوالي د اړتیا په اړه پیغام ورکړي.

احمدشاه چې په ۲۹ کلنۍ کې ووژل شو، یو ډېر متواضع ځوان و، خو په افغانستان کې د بي بي سي د یوه خبریال په توګه د هغه کار ډېر پیاوړی و.
د عکس تشریح، احمدشاه چې په ۲۹ کلنۍ کې ووژل شو، یو ډېر متواضع ځوان و، خو په افغانستان کې د بي بي سي د یوه خبریال په توګه د هغه کار ډېر پیاوړی و.

دا یو غیر عادي کار و، چې د هیلې، طنز او بشر دوستۍ ډک و او د یوه داسې ځوان بېلګه یې وړاندې کوله، چې له ژمنتیا ډک و، خو دا اونۍ یې په ظالمانه ډول ژوند ورختم کړی.

احمدشاه، په ناامنه سیمو کې د کارکونکو خبریالانو غوندې، د خلکو سترګې او غوږونه وو، چې خبرونه یې راغونډول. خو دی نه پوهېدی، چې یوه ورځ به دی خپله د خبر موضوع شي.

احمد شاه کوزده وکړه، خو کوژدنه یې و نه لیده

د احمد شاه وژنې له پېښې سملاسي وروسته کابل کې د بي بي سي خبریال عصمت بهیر د احمدشاه له پلار سره خبرې کړې وې، چې په یوه رپوټ کې یې حال داسې وايي:

د احمدشاه پلار په خوستۍ لهجه، په ارامه خو ډاډ سره خبرې کولې. ویل یې:

"ماسپښین ناوخته مې احمد شاه ته د کور سودا ورکړه، هغه کور ته د تللو په نیت پر بایسیکل پښه واړوله. نیمه ساعت لا نه و وتلی چې د احمدشاه له ټیلیفونه زنګ راغی. غږ یې ناشنا و په نیولې سا یې راته ویل، روغتون ته راشه چې احمد شاه ټپي شوی دی ".

پلار یې زیاته کړه کله چې روغتون ته ورسېدم، احمد شاه خپله ساه حق ته سپارلې وه.

احمدشاه

د عکس سرچینه، FB

احمدشاه ته به ما او نورو همکارانو له نازه احمدشاه خان ویل. ارام دروند شخصیت انسان و او له کار سره یې لېونۍ مینه د دې لامل شوه چې په یوه کال کې یې په بي بي سي کې ځان ته ځای پیدا کړ.

کله یې چې تازه له بي بي سي سره رسمي دنده پیل کړې وه، د کابل دفتر ته د روزنې لپاره راغوښتل شوي وو.

یو ماښام احمدشاه خان غلی زما خوا ته راغی، ویل یې:

''پلار مې کوژده را ته کړې ده. ''

خوشحال و، ما ور ته ویل، نجلۍ دې لیدلې؟

موسکی شو ویل یې:

"بهیره! زموږ په سیمه کې اجازه نه شته چې هلک دې خپله چنغله تر واده وړاندې وویني."

احمدشاه کوژده وکړه، خو د واده او ناوې لیدو ارمان یې ګور ته یووړ.