د بي بي سي خبریال احمدشاه نامعلومه وسله والو وژلی

د ویډیو تشریح، احمدشاه د خبريال په توګه څنګه و؟

په خوست ولایت کې د بي بي سي ځایي خبریال احمد شاه نن دوشنبه (د غويي ۱۰ مه) مازدیګر مهال د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د احمد شاه پلار له بي بي سي سره په خبرو کې د خپل زوی د وژل کېدو پخلی وکړ. د نوموړي په وینا، احمدشاه په خوست ښار کې کور ته روان و چې پر لاره د نامعلومه کسانو لخوا په نښه شو.

دی تر برید وروسته ځایي روغتون ته ورسول شو، خو لږه شېبه وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د بي بي سي د نړیوالو خپرونو مشر جيمي انګس په یوه خبرپاڼه کې احمدشاه تکړه خبریال بللی او د هغه پر وژنه یې خواشیني څرګنده کړې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د بي بي سي خبریال احمدشاه په وژنه کې دوی لاس نه درلود او پر دې پېښه خوابدي دي.

تر دې دمه کومې بلې ډلې د احمدشاه د وژلو مسولیت نه دی منلی.

د افغانستان له ژورنالیستان د ملاتړ بنسټونه له افغان حکومته غواړي چې، د خبریالانو خوندیتوب ته دې جدي پام وکړي. نن د احمد شاه تر وژل کېدو وړاندې په کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو د نهه خبریالانو په ګډون شاوخوا ۲۶ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپيان کړل، چې مسولیت یې اسلامي دولت نومې ډلې، داعش واخیست.

د ویډیو تشریح، د بي بي سي د وژل شوي خبریال احمدشاه وروستی ویډیويي رپوټ

د خوست امنیه قومندان عبدالحنان بي بي سي ته وویل، پر احمد شاه د خوست ښار څنډو مندوخیلو سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ډزې شوې.

هغه وویل، پولیس دا مهال د دغې پېښې څېړنه کوي او تر اوسه د برید اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.

احمد شاه له تېر څه باندې یو کال راهیسې له بي بي سي پښتو سره دنده درلوده او د همکارانو په وینا یې، ډېر مسلکي او با استعداده خبریال و، چې د سیمې له حالاتو او پېښو یې کره او بې پرې رپوټونه ورکول.

د بي بي سي د نړیوالو خپرونو څانګې د مشر په وینا، دی د خپلو همکارانو په ډله کې یو د قدر وړ او پېژندل شوی کس و.

بي بي سي وايي، د احمدشاه وژنه "یو ډېر لوی زیان دی " او تر خپله وسه هڅه کوي په دې سخته شېبه کې د احمد شاه د کورنۍ لاسنیوی وکړي.

نوموړي تېر کال کوژده کړې وه. له ټولنیزو او بشري موضوعاتو سره یې مېنه درلوده او ډېری مهال یې هغو مسایلو باندې رپوټ کاوه چې ټولنې ته ښه یې پیغام درلود.

د ده پر بایسکل ګرځېدل خوښېدل او لاندینی پوست یې د داسې نېټې لپاره شریک کړی و چې لا ۳۳ ورځې ورته پاتې دي.

احمدشاه

د عکس سرچینه، FB