کندهار کې ځانمرګي برید ۱۱ کوچنیان وژلي

.

د عکس سرچینه، .

د افغانستان سوېلي کندهار امنیتي سرچینې وايي، ددغه ولایت دامان ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۱۱ کوچنیان وژلي او د پنځو بهرنیو سرتېرو په ګډون ۱۶ نور ټپیان شوي.

د کندهار دامان ولسوالۍ په عبدالله کلي کې پر بهرنیو ځواکوو برید کې دغه کوچنیان وژل شوي.

ټپي شوي بهرني سرتېري د رومانیا ښودل شوي.

د کندهار امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مشر قسیم افغان وايي، برید شاوخوا غرمه مهال ۱۱ بجې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر یوه زغروال ګاډي شوی.

د ښاغلي افغان په خبره ددوی لومړني مالومات ښيي، چې برید له زندان نه د حزب اسلامي د یوه خوشي شوي بندي ملا ولي محمد له خوا ترسره شوی.

د کندهار میرویس روغتون ته درې مړي او دوه ټپیان وروړل شوي، چې په وژل شوو کې دوه تنکي ځوانان او نجلۍ هم ده.

د دامان ولسوالۍ یوه روغتیایي مرکز ته پنځه ټپیان وروړل شوي، چې یو پولیس په کې دی.

ارغند

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، څو ورځې وړاندې کندهار ښار کې ناپېژاندو وسله والو ازاد خبریال عبدالمنان ارغند وواژه

وسله والو طالبانو ددغه برید په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

دا برید په داسې ورځ شوی، چې د کابل شش درک سیمه کې دوو غبرګونو بریدونو د بېلابېلو رسنیو د ځینو خبریالانو په ګډون ګڼ کسان ووژل.

څو ورځې وړاندې کندهار ښار کې ناپېژاندو وسله والو ازاد خبریال عبدالمنان ارغند وواژه