د کابل برید کې د وژل شویو خبریالانو ژوندلیکونه

د عکس سرچینه، .
د افغانستان پلازمېنې کابل شش درک سیمه کې د دوشنبې پر سهار پر هغو دولتي مامورینو ځانمرګی برید وشو چې دندو ته روان وو.
لږه شېبه وروسته په همدې سیمه کې یو بل ځانمرګي د خبریالانو هغه ډله په نښه کړه چې د لومړي برید پوښښ لپاره راټول شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دواړو بریدونو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کسانو کې ۹ تنه خبریالان وو چې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو رسنیو سره یې دندې درلودې.
دلته مو د دې ۹ خبریالانو لنډ ژوندلیکونه او انځورونه راټول کړي:

د عکس سرچینه، .
شاه مری فیضي
د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) عکاس و چې له شلو کلونو راهیسې یې افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزو پېښو په اړه عکاسي کوله. د هغه مړی نن د پروان ولایت ګلدرې ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړی افغانستان کې د عکاسۍ له ډېرو تجربه لرونکو خبریالانو و.

د عکس سرچینه، .
یار محمد توخی
د طلوع تلوېزیون عکاس او وېډیو خبریال و، چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې کار پیل کړی و. وړاندې یې ملي تلوېزیون کې کار کاوه. طلوع کې یې ملګري وايي، توخي کوژده کړې وه او راتلونکې اونۍ یې د واده هوډ درلود.
د دغه فوټو ژورنالیست مړی نن د کابل ریشخور ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د عکس سرچینه، .
غازي رسولي
د ۱ تلويزیون خبریال و چې له څلورو کلونو راهیسې یې له دغې رسنۍ سره کار کاوه. مور او پلار یې وړاندې مړه شوي او یوازې له مېرمنې سره یې ژوند کاوه. د ۲۶ کلن رسولي جنازه نن د کابل طیب خیلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

د عکس سرچینه، .
نوروز علي خموش
د ۱ تلوېزیون دغه ۲۴ کلن فوټوژورنالیست له یوه کال راهیسې له دغه تلوېزیون سره کار کاوه. واده یې کړی و او له مور او پلار او یوې خور سره اوسېده. نوموړی د کابل لوېدیځ کې خاورو ته وسپارل شو.

د عکس سرچینه، .
عبادالله حنانزی
د ازادۍ رادیو کې خبریال او وړاندې کوونکی و. ۵ کاله یې له ازادۍ رادیو سره کار کړی. د ننګرهار اوسېدونکی و، له یوه کال راهیسې یې واده کړی و خو بچیان یې نه وو. نوموړی د کابل ښار شمال خیرخانې کوتل په ذاکرین مېنه کې خاورو ته وسپارل شو.

د عکس سرچینه، .
محرم درانۍ
د ازادۍ رادیو خبریاله وه. دغه شاوخوا ۲۳ کلنه خبریاله د شرعیاتو پوهنځي د څلورم کال زدکړیاله وه. د ازادۍ راډیو وايي چې تازه یې ورسره کار پیل کړی و او مجرده وه.

د عکس سرچینه، .
سباوون کاکړ
نوموړي له پنځو کلونو راهیسې له ازادۍ سره کار کاوه. ۲۸ کلن سباوون درې کاله وړاندې واده کړی چې د بنیامین په نوم یو ماشوم یې یتیم شو.
نوموړی د هلمند ولایت اوسېدونکی و. د هغه ملګری او خبریال نسیم شفق وايي، سباوون خوشحاله او خندانه څېره لرله.

د عکس سرچینه، .
علي سلیمي
د مشعل تلوېزیون دغه ۲۰ کلن فوټوژورنالیست له کابو دوو اونیو راهیسې له دغه تازه جوړ شوي تلوېزیون سره کار کاوه. وړاندې یې په "جهان" تلویزیون کې کار کاوه. واده یې نه و کړی. جنازه یې نن د کابل دارالامان قلعه حاجي کې خاورو ته وسپارل شوه.

د عکس سرچینه، .
سلیم تلاش
دې ۲۴ کلن خبریال له مشعل تلویزیون سره له یو کال راهیسې کار کاوه. د مشعل تلویزیون مشر وايي، تلاش یوه میاشت وړاندې کوژده کړې وه خو کورنی اقتصادي وضعیت یې ښه نه و. دی خواریکښ او د تخلص په شان یې هڅاند ځوان و.









