احمدشاه کوزده وکړه، خو کوزدنه یې ونه لیده

د بي بي سي ۲۹ کلن ځوانیمرګ خبریال احمد شاه، چې تل به موسکی او متواضع و، د خبري پوښښ لپاره تر ډېره د نوي اړخ په لټه کې و او بشري موضوعاتو ته یې ډېر پام و.
مرګ یې د کورنۍ سربېره نژدې ملګري ډېر غمجن کړل. زموږ همکار عصمت بهیر له احمد شاه سره ځینې خپلې نه هېرېدونکو خاطرې کښلې دي.
سهار ۷ بجې وې چې د چاودنې په غږ مې له لاسه کتاب ولوېد؛ سم لاسي له دفتره زنګ راغی، له احوال اخیستلو وروسته یې لارښوونه دا وه ترهغه چې موږ حال نه وي در کړی، له کوره مه وځه!
نیم ساعت لا تېر نه و چې د یوې بلې درنې چاودنې غږ مې کور ولړزاوه. دا چاودنه مې کور ته په څو سوه مترۍ کې وشوه.
دویمه چاودنه د خبریالانو په منځ کې شوې وه، شېبه په شېبه مې د هم مسلکو د مرګ خبرونه را رسېدل. د دوستانو د پرله پسې زنګونو لومړنۍ پوښتنه زما د مرګ یا ټپي کېدو په اړه وه. ټولو ته مې همدا یوه جمله تکراروله چې: "جسماً روغ یم، خو روحاً وژل شوی یم."
تر غرمې وروسته دفتر ته ولاړم.
دفتر کې د وژل شویو خبریالانو د ژوندلیکونو په اړه د راپور چمتو کولو ته وګومارل شوم.

وخت او زغم کم وو، پرېشاني او کار ډېر. د بېلابېلو وژل شويو ژورنالیستانو له اړوندو کورنیو او بهرنیو ادارو سره مو د هغوی د ځوانیمرګو خبریالانو د ژوند په اړه د معلوماتو راغونډولو لپاره اړیکه ونیوه.
د کاري ورځې ختمېدو ته ډېر وخت پاتې نه و، خو د راپور هره کرښه مې چې لیکله سترګې مې لمدې او ستونی ډک و.
دا غم لا سپک نه و، چې یوه بل همکار مې خبرخونې ته په نیولې ساه راننوت ویل یې خوست کې مو همکار احمدشاه ټپي شوی. ټول هک حیران شوو.
ټولو له احمدشاه سره د اړیکې نیولو هڅه کوله، خو تیلیفونونه یې ګل وو. د خوست له ځايي چارواکو سره مو اړیکه ونیوه، د ټپي کېدو خبر یې تایید کړ.
خوست کې له نورو سیمه ییزو خبریالانو سره په تماس کې شوم، خو هغوی یا دقیق معلومات راکول نه غوښتل، یا پرې سم خبر نه وو.
دفتر کې د ټولو همکارانو رواني حالت په خرابېدو و او ان ځینو خو د ژړا غږ نه شوی کابول کولی، خو هر یوه هڅه کوله ددې خبر دقیق معلومات ترلاسه کړي.
یوه همکار مې خوست کې د احمدشاه له پلار معلم میرویس یوه نژدې کس ته زنګ وواهه، هیله مو دا وه که امکان وي تیلیفون معلم میرویس ته ورکړي.
د احمدشاه پلار په خوستۍ لهجه، په ارامه خو ډاډ سره خبرې کولې. ویل یې:
"ماپښین ناوخته مې احمد شاه ته د کور سودا ورکړه، هغه کور ته د تللو په نیت پر بایسیکل پښه واړوله. نیمه ساعت لا نه و وتلی چې د احمدشاه له ټیلیفونه زنګ راغی. غږ یې ناشنا و په نیولې سا یې راته ویل، روغتون ته راشه چې احمد شاه ټپي شوی دی ".
پلار یې زیاته کړه کله چې روغتون ته ورسېدم، احمد شاه خپله ساه حق ته سپارلې وه.
د غويي میاشتې په ۱۰مه ماسپیښین مهال په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه کور ته پر لار و چې نامعلومو وسله والو وواژه.
د دې خبرې په اورېدو سره د دفتر فضا له ژړاوو ډکه شوه.
سم قیامت و، په لندن کې د افغان څانګې مشري او د بي بي سي نړیوالو خپرونو مشر د سکایپ له لارې له کابل همکارانو سره خواخوږي څرګنده کړه او د احمدشاه مړینه یې د بي بي سي لپاره لویه ضایعه یاده کړه.
زه ډېر کله پر ولایتي همکارانو د سهارنۍ خپرونې د رپوټونو چمتو کولو لپاره د همکارۍ غږ کوم. د نورو پرتله به زه ډېر په خوست کې د احمدشاه سره په اړیکه کې وم، ځکه ده به نه ناهیلی کولم، ډېر کله به یې خبري مسلې را سره شریکولې.
تل به د احمد شاه پر خوله موسکا نڅېدله، یوه ورځ چې احمد شاه له خوسته دفتر ته راغلی و، یو درېیم همکار ټوکو انداز کې راته وویل، دواړه څېرې دومره سره ورته دي لکه وروڼه چې یاست. یو په خوست کې او بل په کندهار کې زېږېدلي یاست، خو خدای یوځای کړي دلته یئ.
دې همکار به هر کله ویل بهیر او احمد شاه یو مشترک خوی لري، یو ځل له خبرې مخکې خاندې او بیا له خبرې وروسته.
احمدشاه ته به ما او نورو همکارانو له نازه احمدشاه خان ویل. ارام دروند شخصیت انسان و او له کار سره یې لېونۍ مینه د دې لامل شوه چې په یوه کال کې یې په بي بي سي کې ځان ته ځای پیدا کړ.
کله یې چې تازه له بي بي سي سره رسمي دنده پیل کړې وه، د کابل دفتر ته د روزنې لپاره راغوښتل شوي وو.
یو ماښام احمدشاه خان غلی زما خوا ته راغی، ویل یې: پلار مې کوژده را ته کړې ده. خوشحال و، ما ور ته ویل، نجلۍ دې لیدلې؟
موسکی شو ویل یې:
"بهیره! زموږ په سیمه کې اجازه نه شته چې هلک دې خپله چنغله تر واده وړاندې وویني."
احمدشاه کوژده وکړه، خو د واده او ناوې لیدو ارمان یې ګور ته یووړ.












