د عکسونو البوم: احمد شاه خاورو ته وسپارل شول

د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، په خوست کې د بي بي سي ځايي خبریال احمد شاه، چې تېره ورځ ناپېژاندو وسله والو وواژه، د سې شنبې په ورځ پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، د نوموړي جنازه کې د ولایتي شورا د ځینو غړو په ګډون ګڼو کسانو حضور درلود.
د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، بي بي سي احمد شاه تکړه خبریال بللی او د هغه پر وژنه یې خواشیني څرګنده کړې.
د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، ځايي خبریال او د احمد شاه نژدې مګري فریدالله ظاهر وايي، له مرګ یوه ورځ وړاندې یې له احمدشاه سره کرۍ ورځ په خوښۍ او بنډارونو تېره کړه، چې اوس یې هېڅ له ذهنه نه وځي.
د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، تر دې دمه کومې بلې ډلې د احمد شاه د وژلو مسؤولیت نه دی منلی.
د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، احمد شاه یو مسلکي او با استعداده خبریال و، چې د سیمې له حالاتو او پېښو یې کره او بې پرې رپوټونه ورکول.
د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، احمد شاه له تېر څه باندې یو کال راهیسې له بي بي سي پښتو سره دنده درلوده
د احمد شاه د جنازې مراسم
د عکس تشریح، بي بي سي وايي، د احمد شاه وژنه "یو ډېر لوی زیان دی " او تر خپله وسه هڅه کوي په دې سخته شېبه کې د احمد شاه د کورنۍ لاسنیوی وکړي.