امریکا: ایران افغان طالبانو ته وسلې ور کوي

هوک

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا حکومت واشنګټن کې خبریالانو ته د وسلو داسې پاتې شوني وښودل چې وايي، ایران په افغانستان کې طالبانو او یمن کې حوثي وسلوالو او بحرین کې د حکومت ضد مخالفانو ته ور کړې وې.

دوی وايي، دا وسلو دا پاتې شوني یې دغو هېوادونو کې نیولي دي.

د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک د پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته نږدې یوه هوايي اډه کې د سپکو او درنو وسلو پاتې شوني وښودل او ویې ویل، چې دا افغانستان کې طالبانو او یمن کې حوثیانو ته ور کړل شوې وې:

"دې درې واړو هېوادونو کې د حکومت ضد وسلوالو ته وسلې ور کول د ایران له شر ډک فعالیتونه ښيي چې منځني ختیځ او نورو سیمو کې یې کوي".

نوموړي د راکټونو، توغندیو، سپکو وسلو او د ایران بې پیلوټه الوتکې پاتې شونو ته په اشارې زیاته کړه:

"دا څه چې تاسو یې وینئ سیمه کې د ایران د مخ زیاتېدونکي او خطرناک ګواښ بېلګې دي".

هغه دا هم وویل، چې ایران عراق او لبنان کې شیعه ملېشو ته هم وسلې ور کوي چې سوریه کې یې د بشار اسد رژیم په ملاتړ وکاروي.

"اوس امریکا د دې بېلګو په ترلاسولو لاس تر زنې نه کېني او له ډېر جدیت به کار واخلي".

افغان چارواکي څه وايي؟

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا وايي ایران له ۲۰۱۷ کال راهیسې له طالبانو سره مرسته کوي.

د ښاغلي هوک په خبره، ایران له ۲۰۱۷ کال راهیسې دا وسلې په افغانستان کې طالبانو ته ور کوي.

نوموړي په ایران تور پورې کړ چې سیمه کې بې ټیکاوۍ ته لمن وهي.

څو کاله مخکې د بي بي سي پلټنو هم وښوده چې طالبانو ته د شپې دوربینونو په ګډون د پرمختللو وسلو سرچینه ایران دی.

طالبانو ته د ایران له خوا د وسلو او نورو پوځي وسیلو د ورکړې په هکله وخت ناوخت افغان حکومت هم څرګندونې کړې دي.

تېر کال د افغانستان د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي هم بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې لوېدیځو ولایتونو کې افغان پوځ داسې بېلګې ترلاسه کړې چي ښيي ایران طالبانو ته وسلې ور کوي.

هغه دا هم وویل، چې افغان حکومت هڅه کوي دا مسله د خبرو له لارې له ایران سره اواره کړي.

له اروپايي هېوادونو غوښتنه

یفتلي
د عکس تشریح، د افغان پوځ لوی درستیز تېر کال بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې ایران له طالبانو سره مرسته کوي.

ښاغلي هوک له اروپایي هېوادونو وغوښتل چې سیمه کې د ایران د نفوذ کمولو هڅه وکړي.

امریکا ایران په دې تورن کړی چې د وسلو په صادراتو د ملګرو ملتو له بندیزه په سرغړونې افغانستان او یمن کې یاغیانو ته وسلې ورکوي.

دا نوي تورونه په داسې وخت کې لګول شوي چې واشنګټن هڅه کوي په ایران فشار زیات کړي.

ایران په سم لاسي ډول دې نوو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو تېر کې یې دا ډول ادعاوې رد کړي دي