پر ایران د فشار زیاتولو لپاره د امریکا ځانګړې کارډله

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خبرغونډه کې وویل چې د ایران مسلو ته د رسېدو لپاره د ده په مشرۍ په دغه وزارت کې یوه ځانګړې کارډله جوړه شوې ده.
مایک پمپیو د پنجنشبې په ورځ دا هم وویل، چې د ایران چارو ته د رسېدو ځانګړی مسول براین هوک به د دې کارډلې مشر وي.
ښاغلي هوک له پېژند غونډې( د معرفۍ له مراسمو) وروسته وویل چې د ده او کارډلې ماموریت د ایران اړوند دولتي سیاست تعقیبول دي او هڅه به کوي چې د ایران "د ورانوونکي رژیم" چلن؛ لکه اټومي پروګرام، له ترهګرۍ ملاتړ او د سیمې بې ټیکاوولو سره مقابله وکړي.
برایان هوک د بهرنیو چارو وزارت خبر غونډه کې ټینګار وکړ:
"ایران باید خپل چلن بدل کړي، که خبرې غواړي، ولسمشر په ښکاره ورته تیاری ښودلی او موږ چمتو یو".
د ایران تېلي صادرات صفر ته ټیټول

د عکس سرچینه، Getty Images
برایان هوک زیاته کړه چې څو ورځې مخکې یې اروپا کې له خپلو سیالانو سره پر ایران خبرې وکړې او د دې کارډلې یو هدف هم پر ایران د لګېدلو بندیزونو پلي کېدل او په دې هکله د واشنګټن له ملګرو سره همغږي ده.
نوموړي چین ته د ایران د تېلي صادراتو په هکله ځواب کې وویل:
"زموږ موخه دا ده چې د راتلونکي نومبر تر څلورمې د ایران تېلی صادرات صفر ته ټیټ کړو".
د نومبر پر څلورمه پر ایران د امریکا د بندیزونو دویم پړاو پیلېږي چې پکې د دغه هېواد د مالیې وزارت د تهران تېلي صادرات هم شامل کړي دي.
نوموړي د دې کارډلې اصلي موخه د ایران د چلن بدلولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره همکاري وبلله.
۲۰۰۱ کال کې د عراق کارډله

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه خبریال دا کار ډله پر ۲۰۰۱ کال "د عراق راتلونکی" په نوم ډلې سره ورته وبلله چې هغه مهال هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، خو ښاغلي هوک د دې خبرې په ردولو سره وویل، چې د ایران کارډله "د عراق پروژې" سره ورته نه ده.
د عراق راتلونکی په نوم پروژه د ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې او پر دغه هېواد د امریکا له یرغل او د صدام حسن د واکمنۍ له پرځولو دوه کاله مخکې د متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه.
دې کار ډلې به د امریکا له ملګرو او د عراق د حکومت له مخالفانو سره غونډې او ناستې کولې او له صدام حسین وروسته د عراق راتلونکي په هکله یې غور او فکر کاوه.
براین هوک
برایان هوک د امریکا د پخواني بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پر مهال دغه وزارت سره یو ځای او د سیاست جوړولو پروګرام مشر و.
ښاغلی هوک له دې دندې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د پخواني سفیر جان بولټن سلاکار و.
نوموړی د ۲۰۱۲ کال ټاکنو کې د جمهوریپال نوماند مېټ رامني سلاکار هم پاتې شوی دی.








