"له طالبانو ملاتړ د ایران پولې هم ناامنولی شي"

ر
د عکس تشریح، د امریکا سفیر جان باس

په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي، له وسلوالو طالبانو د ایران د تر ټولو ځواکمن پوځ سپاه پاسدران ملاتړ او په افغانستان کې جګړې ته لمن وهل د ایران ختیځې پولې هم ناامنولی شي.

جان باس د بي بي سي له خبریال ضیا شهریار سره مرکه کې زیاتوي، داسې نښې شته چې ایران د سپاه پاسدران له لارې په افغانستان کې د طالبانو لوجستیک ملاتړ کوي.

"موږ پوهېږو چې ایران طالبانو ته لوجستیک ملاتړ برابروي، خو دا ملاتړ لږ پېچلی دی، په تېره سپاه پاسدران پکې ښکېل دي".

د هغه په خبره، دوی نه پوهېږي چې ایران ولې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهل په خپله ګټه بولي: "دا جنګ د ایران ختیځې پولې ناامنولی شي.

د امریکا سفیر زیاتوي چې اېران تېر پنځه کلونه د منځني ختیځ ډېرو هېوادونو کې فرقه يي تاوتریخوالي او ګډوډۍ ته لمن وهي.

"د امریکا په نظر دا هڅې د نړیوالې ټولنې او سیمه ییزو هېوادونو د ګټو خلاف دي".

امریکا او ایران د نړۍ نورو هېوادونو کې له خپلمنځي اختلاف سره سره تېر کلونه په افغانستان کې ګډ نظر درول اوس ولې داسې پېښږي.

په ځواب کې جان باس وايي: د کابل سولې کانفرنس کې د دواړو هېوادونو د استازو ګډون او له طالبانو سره د ولسمشر غني د سولې له وړاندیزونو د دوی ملاتړ داسې ښکاروي چې دواړه هېوادونه د افغان جګړې په پای ته رسېدلو کې ګټې ګډې لري:

"خو که رښتیا ووایم، دا هیښوونکې ده چې د ایران حکومت له یوې خوا د سولې بهیر او له بلې خوا د طالبانو ملاتړ کوي. "

خو ایراني چارواکي له وسلوالو طالبانو د ملاتړ دا ډول خبرونه تل ردوي او وايي له دې ډلې سره محدود تماس لري.

"له داعش د امریکا د ملاتړ ادعاوې خندوونکې دي"

ر
د عکس تشریح، د بي بي سي له خبریال ضیا شهریار سره د جان باس مرکه

په ورستیو میاشتو کې افغانستان کې په لوړه کچه داسې ادعاوې وشوې چې امریکا په یو نه یو ډول په دغه هېواد کې د اسلامي دولت یا داعش په پیاوړتیا او پراختیا کې لاس لري.

خواله رسنیو کې ځینې افغان کارنو هم دا ادعاوې لاس په لاس کړې تر دې چې د امریکا سفیر مجبور شو په ټوېټر کې په ډاګه ولیکي:

"موږ په هیڅ بڼه هم په افغانستان کې له داعش ملاتړ نه کوو او د داعش د جرړو وېستلو لپاره له خپلو افغان ملګرو سره ژمن یو".

ښاغلی باس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دغو ادعاو ته په غبرګون ښودلو مجبور شو وویل:

"زما لپاره د ایران او روسیې دا ادعا خندوونکې ده چې وايي امریکا په افغانستان، سوریه یا د عراق شمال کې د داعش د څرګندېدو مسووله ده. په داسې حال چې د داعش غړو ساده بېلګې ښيي چې دوی ډېری د روسیې پېژندپاڼې لري، نو څنګه دغه ټول چیچنیایان او نور روسي وګړي عراق او سوریي ته ورسېدل. "

د امریکا سفیر وايي د روسیې په څېر واشنګټن هم افغانستان ته د داعش وسلوالو له تګ اندېښمن دی او په دې وجه د ترکیې او خلیج له نورو هېوادونو سره له نږدې کار کوي چې دا وسلوال د عراق او سوریې له جګړې افغانستان ته لاړ نه شي.

د امریکا سفیر وايي د روسیې په څېر واشنګټن هم افغانستان ته د داعش وسلوالو له تګ اندېښمن دی او په دې وجه د ترکیې او خلیج له نورو هېوادونو سره له نږدې کار کوي چې دا وسلوال د عراق او سوریې له جګړې افغانستان ته لاړ نه شي.

پر پاکستان فشار

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروستیو کلونو کې طالبانو د سیمې هېوادونو سره اړیکي پراخ کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي، د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت تېرو شپږو میاشتو کې ټینګار کړی چې که پاکستان په افغانستان کې له طالبانو او حقاني شبکې سره په جګړه کې د متحده ایالتونو همکاري ونه کړي، له سختو پایلو سره به مخ شي.

د جان باس په خبره، د امریکا حکومت ژمن دی چې د پاکستان ولسي حکومت او پوځ دې همکارۍ ته را کاږي.