افغانستان کې پر وارداتي توکو ګمرکي محصول درې برابره لوړ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان سوداګرۍ خونه د حکومت له خوا پر وارداتي توکو دوه سوه سلنې ګمرکي محصول لګول 'ظالمانه' بولي. افغان سوداګر وايي که ټاکل شوی محصول یا تعرفه راکمه نه شي، نو د اعتراض په توګه به بازارونه وتړي.
افغان حکومت دغه هېواد ته پر هر یوه کانتینر وارداتي توکو له ۱۵۰ زرو افغانیو تر ۴۵۰ زره افغانیو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.
افغان سوداګر وايي، د حکومت دا کار هم سوداګرو او هم مشتریانو ته د بیو د لوړوالي سبب شوی.
له یوې میاشتې راهیسې افغان حکومت ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده، چې د افغان سوداګرو په وینا، په ګمرکونو کې یې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت مالونه بند پاتې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د حکومت له خوا د تعرفې لوړېدل ناعادلانه چاره ده چې په وینا یې د تعرفې لوړول "بې دلیل او منطقه" کار دی.
ښاغلی الکوزی وايي، حکومت باید د تعرفې لوړولو له اعلان سره سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی وای چې دوی وکړای شي خپل توکي وارزوي او هغه چې په ګټه وي افغانستان ته وارد کړي.
د حکومت په دې پرېکړې سره د کابل ښار هټیو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه له ۱۳۰۰ افغانیو ۱۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده، همداشان هغه غوړي چې په ۴۰۰ افغانیو وو، بیه یې ۴۸۰ ته ختلې ده. د نورو وارداتي توکو بیې هم لوړې شوې دي.
افغانستان ته تر ډېره له ګاونډي چین نه توکي واردېږي. له چین نه واردوونکی خان اقا ګلزاد خبرداری ورکوي که حکومت یې غوښتنو ته پام ونه کړي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي او خپلې هټۍ به وتړي.
د قانون پربنسټ، ګمرکي تعرفه د توکو ارزښت ته په پام سره لګول کېږي، خو افغان چارواکي وايي، ځینې افغان سوداګر ارزښتناکه توکي له کم ارزښته توکو سره یوځای په یوه کانتینر کې واردوي او غواړي په لږ تعرفې سره ټول توکي په یوه تعرفه وارد کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، پر وادراتي توکو د محصول لوړېدل لنډمهالې بڼه لري چې په وینا یې د ګمرکونو له قانون سره سم به پر وارداتي توکو مالیه د هغوی د ارزښت له مخې ټاکل کېږي.
دی وايي، د ګمرکي تعرفې لوړولو پرېکړه د افغانستان له سوداګرۍ خونې سره په سلامشورې شوې ده.
تعرفه یا محصول څه ته وايي؟
د بهرنیو هېوادونو په جوړو شویو توکو لګول شوې مالیې ته تعرفه یا محصول وايي.
د دې مالیې په زیاتېدلو سره هغه توکي ګرانېږي او اخیستل یې کمېږي.
د دې مطلب دا وي چې خلک د دوی پر ځای ارزانه کورني توکي واخلي او هېوادنی اقتصاد پیاوړی شي.









