افغان چارلي چاپلېن دې هم خندوي، هم دې نېمګړتیاوې درښيي
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
کابل ښاروالي وايي، د خلکو ترمنځ د ښاري فرهنګ عامولو او د نورو حقونو ته د درناوي په موخه يې د عامه پوهاوي ګڼ کتابونه چاپ او د تیاتر نندارې وړاندې کړې دي.
د دغو نندارو له منځه يې د افغان چارلي چاپلېن تیاتر په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د خلکو خاص پام ځان ته وراړولی دی.
محمد کریم اسیر - چې ځان افغان چارلي چاپلين بولي- وايي، په خندا خندا خلک خپلو نيمګړتیاوو ته متوجه کوي.
د محمد کریم اسیر په لومړي ځل لیدو سره د تورو سپين فلمونو خندوونکی یا ټوکي چارلي دریادوي.
هماغسې توره دريشي، ځانګړې خولې او تر پوزې لاندې لنډکي بريتونه. هماغسې غلی او خبرې نه کوي خو په پټه خوله داسې حرکتونه کوي چې نندارچیان يې په اسانه پيغام درک کوي.

ښاغلی اسير وايي، غوښتل يې په خندا خندا خلک خپلو نيمګړتیاوو ته متوجه کړي، نو ځان ته يې د چارلي چاپلين کرېکټر وټاکه:
"کله به مې چې په ټولنه کې خلک لیدل چې ښاري فرهنګ نه مراعتوي، خځلې بې ځایه غورځوي، د نورو حقونو او ترافيکي قوانینو ته درناوی نه کوي نو زړه به مې درد کاوه. زموږ ډلې پرېکړه وکړه چې دې مسالو ته د تمثيل په مرسته د خلکو د پام وراړولو لپاره راځئ تیاتر جوړ کړو. ځکه مو د افغان چارلي چاپلېن کرېکټر وټاکه. چارلي ډېر خندوونکی کرېکټر دی، په خلکو ښه لګېږي او خوښېږي يې."

د افغان چارلي چاپلېن یا د پروانه تیاتر دا هنري ډله د ګڼې ګوڼې ځایونو لکه پارکونو، څلورلارو او کله ځینو ښوونځيو ته هم ځي.
په کومه ورځ چې زه ورغلم، دا ډله د کابل په افشار سيمه کې د ماشومانو مرستون ته ورغلې وه. د مور او پلار له مینې بې برخې ماشومانو لومړی ځل یو مشهور ټوکي هنرمند د تلوېزون له پردې بهر په ژوندۍ بڼه لیده.
د نندارې نوم زموږ ښار، زموږ کور و. ښاغلي اسیر له خپلو ملګرو لوبغاړو سره یو ځای هڅه کوله نندارچیان په دې وپوهوي چې د ښار کوڅو پاک ساتل یوازې د ښاروالۍ دنده نه ده، دوی باید خپلې خځلې بې ځایه ونه غورځوي، ښاري فرهنګ او قوانينو ته درناوی وکړي او چاپېریال پاک وساتي.

"عموماً زموږ نندارې په کابل کې دي، په ولسواليو کې. ځینو ولایتونو ته هم ځو، لکه هلمند، کندهار او غزني. خو موږ تر ډېره هڅه کوو، داسې ځایونو کې خپلې نندارې وړاندې کړو چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، لکه څلورلارې، ښوونځي، پارکونه، باغونه او نور عامه ځایونه."
ښاغلی اسير د یادو موضوګانو په اړه ځينې لنډې خندوونکې وېډيوګانې هم جوړوي او پرخپله فېسبوکپاڼه او يوټيوب يې خپروي.
په یوه وېډيو کې د هغه سړي خلي خځلې بېرته د هغه کور ته ورغورځوي چې د کوڅې په منځ کې يې اچولي وي.
د کور څښتن پسې راوځي، خځلې بېرته د سړک په منځ کې غورځوي او چارلي په لغتو له کوڅې شړي.

چارلي بېچاره مجبورېږي چې د سړک له منځه خځلې پخپله راټولې کړي او ډېران ته يې یوسي.
دغه افغان چارلي محمد کریم اسیر وايي، د ده د ډلې روزنيزو نندارو د افغانستان نيم ژوانده تیاتر نندارو ته نوی روح ورکړی دی او د ده ټوکي کرېکټر ګڼ مينه وال موندلي دي.









