له ابراهیم عابد سره پر شوي' ناوړه چلند' پراخ غبرګونونه

.

د عکس سرچینه، ABRAHIM-ABED/FACEBOOK

د عکس تشریح، ابراهیم عابد وايي، خپره شوې ویډیو یې د تېرو کلونو ده

له افغان طنز جوړوونکي او ممثل ابراهیم عابد سره د یو شمېر وسله والو چې پوځي جامې یې پر تن دي، شوي چلند په پراخه کچه د افغانانو غبرګونه پارولي دي.

تېره ورځ پر فیسبوک د ښاغلي عابد یوه ویډیو خپره شوه. په دغه ویډیو کې یو شمېر کسان چې نظامي جامي یې اغوستي، ښاغلي عابد یې د کامرې مخامخ کلک نیولی او وايي: " ابراهیم عابد د نشې په حال کې وګورئ، دا زموږ لاسته راوړنه ده.... په رسنیو کې په خلکو پسې خبرې کوي... په نشه کې یې وضعیت وګورئ... ښه یې وګورئ... "

په دغه ویډیو کې نظامیان هغه ته ټکان ور کوي او جیب یې لټوي. ښاغلی عابد ظاهراً په ویډیو کې په ناعادي حالت دی، تسبیح یې په لاس او غلی ولاړ وي.

په ویډیو کې له ثبت شویو غږونو معلومېدای شي چې دغه ویډیو د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ډکه شوې ده، لا روښانه نه ده چې یاده ویډیو چا/کومې ډلې فېسباکه ته پورته کړې ده.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د دغې ویډیو خپرول د شخصي حریم تر پښو لاندې کول ګڼلي او عاملانو ته یې د سزا ور کولو غوښتنه کړې ده.

یو شمېر کاروونکو بیا ابراهیم عابد په شراب څښلو تورن کړی او د هغه دا کار یې ناقانونه بللی دی.

د خواله رسنیو کاروونکو پر امنیتي ځواکونه له دې امله نیوکه کړې چې د ځانمرګو، چاودنو او نورو امنیتي پېښو مخه نه شي نیولی، خو د ابراهیم عابد نیونه بیا " لویه لاسته راوړنه" ګڼي‎.

.

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، ابراهیم عابد وايي، د هغې ویډیو خپرېدل راته ډېر ځوروونکي دي. که یې څوک خفه کړي وي، نو بخښنه ترې غواړم

د دې ویډیو له خپرېدو یوه ورځ وروسته ابراهیم پر خپله فیسبوک پاڼه یوه بله ویډیو خپره کړه او ویې ویل، پر خواله رسنیو د ده مخکینۍ خپره شوې ویډیو د تېرو کلونو ده:

" د هغې ویډیو خپرېدل راته ډېر ځوروونکي دي. که هغې ویډیو خفه کړي یئ، نو بخښنه غواړم. دغه ویډیو د تېرو کلونو ده او زما د شخصیت ښکارندويي نه کوي. دا شیان زما د کار مخه نه شي نیولی، ژمنه کوم چې د تل په څېر به په سپین زړه خپل کار ته دوام ور کړم. "

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی په دې اړه اعلامیه خپره کړې او له ابراهیم عابد څخه د ویډیو ثبتوونکو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم نن سه شنبه د مارچ ۶مه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

" د تکړه هنرمن ابراهیم عابد موضوع په هر اړخیز ډول زموږ تر څېړنې لاندې ده. اړوند کشفي ارګانونو او د پغمان ولسوالۍ پولیسو ته جدي امر شوی دی."

.

د عکس سرچینه، SHABAKE KHANDA/FACEBOOK

د عکس تشریح، ابراهیم عابد د شبکه خنده پروګرام له درېوو اصلي لوبغاړو څخه یو دی.

ابراهیم عابد د افغانستان د یوه خصوصي تلوېزیوني چینل د "شبکه خنده" پروګرام له درېوو اصلي طنزیه لوبغاړو یو دی.

دغه پروګرام په اونۍ کې یو ځل خپرېږي چې د اونۍ پېښې په طنزیه ډول بیانوي.

په دغه پروګرام کې د افغانستان پر سیاستوالو او زورواکو توندې نیوکې کېږي. دغه پروګرام په کوردننه او بهر ډېر مینه وال لري.