افغان سټایل: په يوټيوب مشهور شوي افغان ستوري
روښان او شکران امريکا مېشتي دوه افغانان دي چې د يوټيوب کانال له لارې خپل ليکلي طنزونه په پښتو او دري ژبو په فلمي بڼه وړاندې کوي او په سلگونو زره مينه وال يې موندلي دي.
دوى د امريکا مېشتو افغانانو ژوند د طنز په ژبه او خوښت وړاندې کوي. بي بي سي پښتو وېبپاڼې له دواړو وروڼو سره خوالۀ کړي دي.