د کابل ښار ډېری اوسېدونکي له ښاري خدمتونو ناخوښ دي

د افغانستان د روڼتیا څار ادارې ښاري او په ښار کې د اوسېدنې د معیارونو يوې سروې ښودلې چې د کابل ښار ډېری اوسېدونکو له ښاري خدماتو ناخوښي ښيي. له دې سره جوخت روڼتیا څار سازمان په خپل راپور کې په کابل کې د ښاري خدماتو د درې سلنې ښه کېدو خبره هم کړې.
د بېلابېلو معیارونو له مخې د ښاري خدماتو د وړاندې کېدو په اړه د روڼتیا څار ادارې سروې ښيي چې خلکو یوازې په دریو ولایتونو کې د ودانیو د جوړښت له ډول، معلوماتو ته له لاسرسي او د کانالایزېشن له خدماتو خوښي ښودلې.
دغه سروې د پلازمېنې کابل په ګډون په نهو ولایتونو کې شوې او په ۱۶ برخو کې يې له خلکو د ښاري خدمتونو د وړاندې کېدو په تړاو نظر پوښتلی.
د دغې نظرپوښتنې پایلې ښيي، د پروان، هرات، بامیان او مزارشریف ولایتونو خلک له ښاري خدماتو، ښاري حکومتولۍ او د کثافاتو له مدیریت څخه خوښ دي.
د روڼتیا څار ادارې اجرايي مشر سید اکرام افصلي د دغه راپور په اړه وویل په کابل کې د ښاري خدماتو له وړاندې کولو د خلکو خوښي اوه څلوېښت سلنه او په تر ټولو ټیته کچه کې ده.
ښاغلی افضلي وايي د دې سروې له مخې په کابل کې د ښاري خدماتو کیفیت د تېر کال په پرتله درې سلنه ښه شوی خو ۲۱مه، ۱۸مه او ۲۲مه ناحیه په تر ټولو ناوړه حالت کې دي او د دیارلسمې ناحيې خلک هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
یو شمېر کابل ښاريان وايي د یو شمېر کوڅو پخول په تېر یوه کال کې د کابل ښاروالۍ له مهمو کارونو وو، خو تر اوسه هم له ګڼو ستونزو شکایت لري.

روڼتیا څار سازمان په خپل راپور کې وايي د خلکو همکاري، معلوماتو ته لاسرسی، حساب ورکول او د شکایتونو څېړنه هغه شاخصونه دي چې کابل ښاروالۍ له پامه غورځولي دي.
د کابل ښاروالي وايي د حالت د ښه کولو لپاره يې ګڼ پلانونه عملي کړي خو اوسنۍ ستونزې له تېر څخه په میراث ورته پاتې دي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزی وايي د ښاري خدماتو وړاندې کېدل له یو شمېر سمونونو وروسته ښه شوي دي:
"چېرته چي موږ سمونونه راوړي هلته ډېر بدلون راغلی، لکه دوهمه، درېیمه او څلورمه ناحیه، هلته سمونونه راغلي، که څه هم دا سمونونه هغه ډول چې باید وای لا بشپړ شوي نه دي. بله خبره د خلکو د تمې ده، یو څوک چې په کابل کې اوسېږي د هغه چا په پرتله چې په ولایتونو کې اوسېږي ډيره تمه لري."

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل د افغانستان له ګڼ مېشتو ښارونو څخه یو دی چې اوس يې د اوسېدونکو په وینا یو له چټلو ښارونو ګڼل کېږي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره اوسنی نفوس ډېرېږي او د خلکو ستونزې هم زیاتېږي. د پلازمینې سترې ستونزې اوس کانالایزېشن، د چټلیو مدیریت، ترافيکي بیروبارونه او د سړکونو خرابوالی دی.










