"د کابل ښار ځینو ناقانونه ودانیو ترشا جګپوړي دولتي چارواکي دي"

د ویډیو تشریح، کابل کې ناقانونه ودانۍ
    • Author, اریا احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

د کابل ښاروال وايي د غیرقانوني ودانیو د جوړولو مخنیوی یې کړی. هغه وايي د ودانیزو سرغړونو یو نوملړ یې جوړ کړی چې د کابل ښار د ټولو سیمو د ناقانونه ودانیو په اړه پکې معلومات شته.

د سرغړوونکي له نوم نیولې تر انځور یې دې نوملړ کې ثبت دي ښايي دا نوملړ ورځې تر بلې اوږد شي.

د ښاروالۍ چارواکي وايي تر دې دمه یې د ۵۰۰ څخه د ډېرو ودانیو کارونه چې ناقانونه یا هم ودانیزې سرغړونې یې لرلې ځنډولي.

بي بي سي ځینې اسناد موندلي چې ښیي د دغو سرغړونو او ناقانونه ودانیو د جوړولو تر شا دولتي چارواکي او زورواکي دي.

د کابل ښاروال که څه هم د دغو کسانو نوم نه اخلي، خو وايي د دغو ودانیو جوړوونکي زورواکي دي یا هم هغه کسان چې له قانون نه نا خبره دي.

د کابل ښاروالۍ چارسمبالی عبدالله حبیب زی:

د کابل ښاروالۍ چارسمبالی عبدالله حبیب زی
د عکس تشریح، د کابل ښاروالۍ چارسمبالی عبدالله حبیب زی: "موږ دا نه وایو چې زورواکي دې کار کې لاس نه لري خو باید ووایم چې موږ سره داسې څه ثبت نه دي خو د ډېرو ودانیو تر شا د دوی لاس شته."

"موږ دا نه وایو چې زورواکي دې کار کې لاس نه لري خو باید ووایم چې موږ سره داسې څه ثبت نه دي خو د ډېرو ودانیو تر شا د دوی لاس شته."

د ډېرو په اند د نویو ودانیو په جوړېدو د کابل بڼه بدله شوې خو دغو ودانیو یو لړ اندېښنې هم راپارولې.

د ښار جوړونې وزارت د استوګنې مرستیال اجمل شمس وايي د دوی کار یوازې د دولتي ودانیو څارل دي خصوصي هغه یې دوی پورې اړه نه لري:

"زموږ دنده دا ده چې دولتي ودانۍ کنټرول کړو د نورو کنټرول او څارنه زموږ دنده نه ده."

د ځمکې بیې او د کور جوړول کابل کې تر بل هر ښار ګرانه ده. لرې پرتو سیمو کې امنیتي او بې روزګارۍ ستونزو خلک اړ کړي چې ښارونو ته کډه شي او کابل یو له هغو ښارونو دی چې ورځ په ورځ د وګړو شمېر پکې زیاتېږي.

کابل کې کور اخیستل خوب او خیال دی

سید افتخار مهاجر یو له هغو کسانو دی چې کابل کې کور اخیستل ورته په یو خوب بدل شوی. که هم د درملوکار و بار یې ښه روان دی:

"زه د کور کرايې ته حیران یم او دلته کابل کې ګورم چې خلک لوړې لوړې ودانۍ او قیمتي کورونه لري ما ته خو سخته ده چې په کومې تنخوا چې زه یې اخلم کابل کې کور واخلم."

د ښاروالۍ چارسمبالی له موږ سره د کابل لوېدیځ ایوب خان مېنې ته د هغې ودانۍ لیدو ته ولاړ چې څو ورځې کېږي کار یې درول شوی. دا د کابل ښار دریمه ناحیه ده دلته ۲۸ ودانۍ ودانیزې سرغړونې لري، چې له ډلې یې شپږ له جواز پرته جوړې شوي، خو اوس یې د مخنیوي هڅه پیل شوې دا یې یوه بېلګه ده.

د ډېرو نورو ناقانونه هغو د نه ودانولو امر هم په لاس لري خو کار ځنډول یې ښايي لکه دې ودانۍ اسانه ځکه نه وي چې تر شا یې لوړ پوړې چارواکي دي.

سید افتخار مهاجر
د عکس تشریح، سید افتخار مهاجر واييو حیران دی چې کابل کې ځینې کسان لوړې ودانۍ جوړوي، خو دی د یوه عادي کور اخیستو توان نه لري