پاکستان چمن کې له دوو کلیو د پوځ د اېستلو "غوښتنه ونه منله"

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د پوځ ویاند وايي، دغه هېواد به د افغان چارواکو په غوښتنه له لقمان او جهانګیر کلي خپل ځواکونه ونه باسي.
د پاکستاني پوځ بیان وايي، پاکستاني چارواکو د چهارشنبې ورځې غونډه کې د افغان لوري دغه غوښتنه رد کړې ده.
خو په ورته مهال زیاتوي چې دواړه لوري پر اوربند سلا شوي دي.
ویل کېږي چې افغان لوري له پاکستاني اړخ غوښتي چې له سرشمېرنې مخکې له ډیورنډ کرښې سره نږدې له لقمان او جهانګیر کلي پوځ وباسي.
خو د پاکستان چارواکو ویلي چې دوی د کرښې د پاکستان لوري ته ځواکونه ځای په ځای کړي دي، ځکه یې اېستلی نه شي.
بې پایلې خبرې

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان د کوټې قول اردو یو قومندان او د کندهار سپین بولدک کې د سرحدي زون د یوې لېوال قومندان محمد انور انبیا په مشرۍ دواړو لورو خبرې کړې دي.
محمد انور انبیا په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دراني ته ویلي، له پاکستاني لوري سره د پرون ورځې غونډه بې پایلې وه.
د هغه په خبره، پاکستاني لوري داسې شرایط درلودل، چې افغان لوري ته د منلو نه و.
ښاغلی انبیا وايي، دوی غوره ګڼي چې اسلام اباد او کابل پر دغه مسله خبرې وکړي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ په چمن کې له نښتې وروسته د تګ راتګ لار هم تړل شوې ده.
دا تاوتریخوالی له هغه وروسته رامنځ ته شو، چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان د ډیورنډ کرښې افغان لوري ته د دوو کلیو سرشمېرنه پیل کړه.
افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان د سرشمېرنې د مخنیوي هڅه وکړه، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه.
د دوو پاکستاني ډیپلوماټانو نیول

د عکس سرچینه، .
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفارت لومړی مرستیال ور بللی او په کابل کې یې د دوو پاکستاني ډیپلوماټانو د نیولو له امله ورته شکایت کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ډيپلوماټانو نیول د دواړو هېوادونو اړیکي زیانمنوي او د ویانا کنوانسیون د ډيپلوماټیکو اړیکو خلاف ورزي ده.
پاکستاني چارواکو هیله ښودلې، چې په راتلونکي کې ورته پېښې ونه شي.

د عکس سرچینه، EPA









