"د ډيورنډ کرښې په نوم شوې تاريخي تېروتنه باید سمه کړل شي"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
دېکن کرونېکل:

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې وېبپاڼې د اروپايي پارلمان د مرستيال مشر رشارډ چارنېکي هغه څرگندونې مهمې بللې چې وايي د دې مهال را رسېدلى چې ډيورند کرښې ته بيا کتنه وشي.
ښاغلى چارنېکي په خپله شننه کې چې د اروپايي پارلمان مياشتنۍ کې خپره شوې وايي د افغانستان او پاکستان سيمه د نړېوالې ترهگرۍ د روزنې ډگر دى.
نوموړى وړانديز کوي، چې لوېديځ بايد د ډيورند مصنوعي پولې جدي بيا ارزونه وکړي او په سيمه کې د سولې لپاره بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاريخي او طبيعي پولې بيرته را ژوندۍ شي.
د اروپايي پارلمان مرستيال مشر زياتوي، اروپايي ټولنه او امريکا له افغانستان سره ميليونونه ايورو مرسته کوي او د هغې جگړې د گټلو په هڅه کې دي چې نه شي گټل کېدى.
د نوموړي په باور، د دې پر ځای اړتيا ده چې اروپايي ټولنه او امريکا په سيمه کې د اوږد مهالې سولې راوستو لپاره خپلو اړوندو افغان تگلارو ته بيا کتنه وکړي،
نوموړى د ډيورند کرښې له امله پورته شويو ستونزو ته په اشاره وايي "د دې مهال را رسېدلى چې سختې پرېکړې وشي او د ډيورنډ په نوم شوې تاريخي تېروتنه سمه کړل شي."
نيويارک ټايمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ له لوري روسيې ته د محرمو معلوماتو د ورکولو د ادعا په تړاو مطلب خپور کړى.
ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ سپينه ماڼۍ کې د کتنې پرمهال د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف سره د اسلامي دولت نومې ډلې د گواښونو په تړاو داسې معلومات شريک کړي وو،چې د امريکا د يوه متحد له لوري واشنگټن ته ور کړل شوي وو.
رپوټ کې د ورکړل شويو معلوماتو د څرنگوالي ترڅنگ راغلي، چې د ښاغلي ټرمپ دې کړنې سره د دغو استخباراتي معلوماتو سرچينه او تر لاسه کولو لارې چارې يې هم ډاگیزېدی شي او دا د امريکا او متحدينو ترمنځ يې استخباراتي همکاريو ته گواښ پېښوي.
واشنگټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنگټن پوسټ وايي روسيې خبردارى ورکړى چې د شمالي کوريا له وېرولو دې ډه ډه وشي.
ورځپاڼه ليکي ویلاديمير پوتين په چين کې د خبرو پر مهال د شمالي کوريا وروستۍ توغنديزه ازموينه وغندله او دا چاره يې خطرناکه وبلله.
خو په همدې حال يې دا گواښنه هم کړې چې د شمالي کوريا د ډارولو هڅه دې ونه شي او بايد ورسره په سړه سينه چلند وشي.
د ورځپاڼې په وينا چې د ښاغلي پوتين خطاب يقينا" واشنگټن ته و.
روسيه يو هغه هېواد دى چې له شمالي کوريا سره نژدې ډيپلوماتيک اړيکي لري او په نړېوال ډگر کې د اغېز شيندلو لپاره شمالي کوريا ته لا نژدې کېدل غواړي.








