بلوچستان کې ډيورنډ کرښې سره څېرمه سرشمېرنه پېل شوې

چمن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځينو پاکستاني چارواکو په خبره د کابل او اسلام اباد یو ګډ پلاوی به په دوو ورځو کې پر هغو کلیو ګرځي، چې پر کرښه پراته دي او دواړه هیوادونه يې خپل ګڼي.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د بلوچستان چارواکي وايي، له ډيورنډکرښې سره څېرمه يې په چمن ښار کې د سرشمېرنې لړۍ بیا پېل کړې، خو وايي پر کرښه پرتو کلیو کې د سرشمېرنې کار لا هم ولاړ دی.

سیمه ييز چارواکي وايي، د کابل او اسلام اباد یو ګډ پلاوی به په دغو کلیو کې د دواړو هېوادونو سیمې سره بېلوي او بیا به پاکستان خپلې غاړې ته سرشمېرنه کولی شي.

په چمن کې پاکستاني چارواکي وايي، پر ډيورنډکرښه له پرتو کلیو پرته يې په نور ښار کې سرشمېرنه پېل کړې، چې د تېري جمعې په ورځ ځنډول شوې وه.

د ځينو پاکستاني چارواکو په خبره د کابل او اسلام اباد یو ګډ پلاوی به په دوو ورځو کې پر هغو کلیو ګرځي، چې پر کرښه پراته دي او دواړه هیوادونه يې خپل ګڼي.

د افغانستان د دفاع وزارت یو شمېر چارواکو له پاکستاني پوځیانو سره خبرې کړي او دواړه غاړې په دې سلا شوي چې له ورته خوځښتونه به ډډه وکړي.

چمن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د دفاع وزارت یو شمېر چارواکو له پاکستاني پوځیانو سره خبرې کړي او دواړه غاړې په دې سلا شوي چې له ورته خوځښتونه به ډډه وکړي.

د چمن د ځايي اوسېدونکو په خبره پر ډيورنډ کرښه د چمن په سیمه کې د لسو په شاوخوا کې واړه او لوی داسې کلي شته چې نیم د افغانستان او نیم د پاکستان غاړې ته دي او په همدغو کلیو کې لقمان او جهانګیر کلي هم دي.

د تېري جمعې په ورځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر هغه ورسته نښته وشوه، چې د افغان چارواکو په خبره پاکستاني ځواکونو د دوی غاړې ته په کلیو کې سرشمېرنه پېل کړه، خو پاکستاني چارواکي بیا د دې برعکس وايي، چې یاد کلي د دوی غاړې ته پراته دي.

بلې خواته پر کرښه د چمن دروازه نن څلورمه ورځ هم تړل شوې او دواړو غاړو ته بند پاتې په زرګونو کسان لاهم له ستونزو سر ټکوي.