کندهار کې چارواکو پر پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ کارګو مالیه ولګوله

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال مشر وايي، په کندهار ولایت کې افغان چارواکو پر پاکستاني ټرکونو د کارګو ټېکس په ډول پنځه زره افغانۍ مالیه لګولې ده.

جمال الدین اڅکزي اردو بي بي سي ته وویل، دا مالیه د افغانستان مرکزي حکومت نه بلکې په کندهار کې ځايي چارواکو لګولې ده.

د هغه په خبره، دا مالیه د بلوچستان له چمن سره تړلي سپین بولدک کې له پاکستانیو موټرو اخیستل کیږي.

* <link type="page"><caption> افغان سوداګرو سپین بولدک کې کاربندیز وکړ</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/05/110501_hh-afghan-trades" platform="highweb"/></link>

خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بي بي سي ته وویل، چې له پاکستانیو موټرو دا ۵۰۰۰ افغانۍ د افغانستان د مالیې وزارت د مکتوب له مخې د ځمکې بیه(خاک پولي) په نوم اخیستل کیږي:

"د ادعا ناسمه ده چي گواکي ځايي چارواکي له پاکستانیو موټرو دا پیسې اخلي. د کندهار د ګمرک ریاست د مالیې وزارت د مکتوب له مخې دا پیسې له پاکستانیو موټرو اخلي او په نورو بندرونو کې هم ورته چلند پیلیږي."

نورو ولایتونو ته د دې پروسې غځېدل

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی هم د جمال الدین اڅکزي دا څرګندونې بې ځایه بولي، چې د کندهار چارواکي په خپل سر له پاکستانیو موټرو پنځه زره افغانۍ اخلي:

"دا پنځه زره افغانۍ د افغان حکومت د مقررې په اساس ټولیږي. دا پروسه اوس په سپین بولدک کې پیل شوې، وروسته نورو هغو ولایتونو ته هم غځیږي چې له پاکستان موټر ورته را ننوځي."

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، د دې پروسې په غځېدلو سره به د افغانستان د مالیې وزات عاید زیات شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه دا مالیه له پاکستاني سوداګرو سره توپیري چلند بولي.

د عکس سرچینه، Matiullah Achakzai

د عکس تشریح، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه دا مالیه له پاکستاني سوداګرو سره توپیري چلند بولي.

د پاکستانیو سوداګرو ستونزې

د افغاننستان او پاکستان سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال مشر زیاتوي، پاکستاني ټرکونه د پاکستانیو سوداګرو مال نه یواځې افغانستان بلکې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدوي.

* <link type="page"><caption> له کندهاره ۳۶۲ ناقانونه پاکستاني کارګر وشړل شول</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/03/110313_hh-pak-labours-kandahar" platform="highweb"/></link>

د جمال الدین اڅکزي په باور، پاکستاني سوداګر نورې ډېرې ستونزې هم لري، چې په اسلام اباد او کابل کې به د ګډې خونې په راتلونکو ناستو کې راپوته شي.

نوموړی وايي، افغان چارواکو د دې ستونزو د اوراولو ډاډ ور کړی، خو لا یې هم ګام نه دی پورته کړی، ځکه پاکستاني سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

له پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ مالیه په سپین بولدک کې اخیستل کيږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ مالیه په سپین بولدک کې اخیستل کيږي.