د چمن او بولدک ترمنځ دروازه پرانیستل شوه

د عکس سرچینه، EPA
کوټه کې پاکستاني ملېشو ویلي، د دغه هیواد د بلوچستان ایالت له سرحدي ښار چمن سره نښلېدلې د چمن او بولدک ترمنځ دروازه له څوارلسو ورځو وروسته پرانیستل شوه.
په کوټه کې د سرحدي ځواکونو ویاند ویلي، د دواړو هېوادونو د چارواکو د خبرو په پایله کې یې دا ور پرانیست.
د هغه په خبره، له چمن سره تړلې دا دروازه د اګسټ پر ۱۸ پاکستاني چارواکو وتړله.
د دې وره په تړلو سره دواړو لورو ته خلک په تګ راتګ او د مال لېږدولو کې سوداګر له سختې ستونزې سره مخ شول.
د پاکستان سرحدي ځواکونو اړوندې سرچینې د دې دروازې د تړلو مسؤولیت پر افغان امنیتي ځواکونو اچوي. دوی وايي، د اګسټ پر ۱۸ د هند د لومړي وزیر خلاف مظاهرې په بهیر کې افغان سرحدي ځواکونو د سپین بولدک ولسوالۍ خلک له دلیل پرته بلوا ته وبلل.
د سرچینو په خبره، په دغه مهال خلکو نه یوازې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په لور ډبرې ووارولې، بلکې د پاکستان بیرغ یې هم وسوځاوه.

د عکس سرچینه، Matiullah Achakzai
خو افغان چارواکي د پړې ګوته پاکستاني لوري ته نیسي او وايي، د پولې پورې غاړه په لاریون کې د هند د لومړي وزیر ترڅنګ د افغان ولسمشر انځورونو ته سپکاوی وشو او د سیمې د دغې غاړې خلکو یې غبرګون کې پاکستانۍ جنډه په اور وسوځوله.
له هغه وروسته اړیکي خړ پړ شول او هغه دروازه وتړل شوه چې د کرښې د دواړو غاړو زرګونه کسان پرې تګ راتګ لري او د میلیونونو ډالرو کاروبار پرې کېږي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي په وینا، د کندهار سپین بولدک له لارې پاکستان ته هره ورځ ۶۰ کانټینره تازه مېوې استول کېدې چې د پولې تړل کېدو له امله دا لړۍ په ټپه ودرېده.
پاکستان د سپین بولدک او چمن ترمنځ د دغې دروازې پرانیستلو پرېکړه داسې مهال کړې، چې هند د افغانستان سوېلي سیمو نه هند او دوبۍ ته د تازه مېوو لېږدولو لپاره کندهار ته باروړونکې الوتکې لېږلې.
د خان جان الکوزي په وینا، هندي چارواکو ژمنه کړې، چې دغه هېواد ته د افغانستان له صادراتي مېوو مالیه نه اخلي.









