نیمروز؛ افغان خاوره کې ایراني تومان چلېږي
د افغانستان په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو سیمو کې د ایراني پیسو د کارونې په تړاو د ځايي خلکو اندېښنې ډېرې شوې چې ګواکې پر افغانۍ یې سیوری کړی.
په نیمروز کې بي بي سي ته ویل شوي ان حکومتي مامورین چې خپلې تنخاګانې پر افغانیو اخلي پر تومان یې اړوي چې توکي پرې وپېري.
چارواکي وايي ددغه چارې د کابو کولو هڅې پیل شوې دي. سید عبدالله نظامي د نیمروز ولایتي مرکز زرنج ته ورغلی او دا راپور یې پرې جوړ کړی دی.
د نیمروز په ولایتي مرکز کې مې د یوه بوتل اوبو بیه کوله ځواب له سلو زرو اوښتو فکر مې وکړ نا اشنا یې خو وروسته راته مالومه شوه چې دغلته کارېدونکې پیسې ایرانۍ دي.

نژدې ټوله راکړه ورکړه په ایرانیو پیسو کېږي. یو هټیوال چې د شنو ایرانیو نوټونو بنډل یې په لاس کې و ځان نه ملامتاوه چې ولې افغانۍ نه کاروي حکومت ته یې د پړې ګوته نیوله چې ولې یې مخنیوی نه کوي:
"دلته ټول کاروبار په تومان دی په ایراني پیسو دی دلته افغانۍ وجود نه لري. څوک یې مخنیوی وکړي؟ څوک یې مخې ته ودرېږي؟".
په زرنج کې هټیوالو راته وویل دا چاره نوې نه ده کلونه کېږي چې دلته ایراني تومان کارول کېږي، د نیمروز والي محمد سمیع بي بي سي ته وویل د افغانۍ د دودولواو پردو پیسو د مخنیوي لپاره یې لومړني ګامونه اخیستي دي:


"یو شی چې په کلونو کلونو خراب وي نو ژر خو نه جوړیږي. د دې لپاره موږ ی منظم تدابیري پلان جوړ کړی دی. مثلاً په هغه مو پیل له نان وایانو کړی چې ډوډۍ په افغانۍ ورکړي په همدې ترتیب دوکانداران همداسې بیا لویو معاملو ته پسې ځو. دا مسله په تدریجې شکل هوارو ان شاء الله".
د زرنج ښار په ختیځه څنډه کې یوه لویه نومدړه انځور چې د یوې سپین سرې ادې په لاس کې د افغانیو بانک نوټونه دي چې وايي خپله پیسه! خپل ارزښت!
دغه انځور ښايي ډېرو ته یو درک ورکړي، خو سم لاسي نه شي ویل کېدای چې کله به د افغانستان په لوېدیځ کې ایراني تومان او په سوېل او ختیځ کې پاکستانۍ کلدارې له راکړې ورکړې وغورځي، هسې خو د افغانستان د کابینې یوې غونډې په دې تړاو د ټینګو ګامونو خبرې کړې.











