افغانستان د لوږې ښکار هېوادونو په کتار کې اتم ځای لري

افغان ماشومه

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، په لست کې د نړۍ ۱۱۸ هېوادونو نومونه راغلي دي

د خوړو پالیسي نړیوال انسټیټیوټ نومې ادارې د هغو هېوادونو یو لست خپور کړی، چې اوسېدونکي یې له لوږې سره مخامخ دي. دغې ادارې په لست کې شامل هېوادونه خوړو ته د لاسرسي پر بنسټ ویشلي دي او له ۱۰۰ نمرو یې هر هېواد ته پر همدې بنسټ نومرې ورکړې دي.

افغانستان ته په دغه لست کې له ۳۴ اعشاریه اتو نمرو سره اتم ځای ورکړل شوی دی. که څه هم د ۲۰۰۸ کال پرتله، چې په دغه لست کې د افغانستان نمرې ۳۹ اعشاریه دوې وې، لوږه کې لږوالی راغلی، خو دې سره هم دغه هېواد کې د لوږې حالت ( جدي ) بلل شوی دی.

یو سړی په ډېران کې خواړه لټوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی، چې د لوږې له خواشینونکي حالت سره مخامخ دي

په لست کې د نړۍ ۱۱۸ هېوادونو نومونه راغلي، چې د لوږې جدي حالت پر بنسټ لست کې ځایونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د ګاونډي پاکستان په ګډون د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی، چې د لوږې له خواشینونکي حالت سره مخامخ دي.

په رپوټ کې راغلي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۲۶ اعشاریه اته سلنه وګړي د خوړو له لږوالي سره مخامخ دي.

دغه راز په رپوټ کې ویل شوي، چې د هغو افغان ماشونو شمېر چې له پنځه کلنۍ مخکې مړه کېږي، نهه اعشاریه پنځه سلنه دی.

لوږه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند ته په دغه لست کې دوه ویشتم ځای ورکړل شوی

پاکستان په دغه لست کې له ۳۳ اعشاریه څلورو نمرو سره یوولسم ځای لري او هند ته دوه ویشتم ځای ورکړل شوی دی.

د هند، نایجریا او اندونیزیا په ګډون ۴۳ هېوادونه داسې بلل شوي، چې د لوږې حالت په کې خواشینونکی دی.

د ۲۰۱۶ کال د جدول له مخې د سحارا، مرکزي افریقا، چاډ، مډګاسکر، سیرالیون او زیمبیا په ګډون اوو هېوادونو کې د لوږې حالت خطرناکې کچې ته رسېدلی دی.

جدول ښيي، چې نړۍ کې د ۲۰۰۰ زېږدیز میلادي کال پرتله سږکال د لوږې کچه ۲۹ سلنه ټیټه شوې ده او اوسمهال په هېڅ یوه پرمختلونکي هېواد کې د لوږې کچه خطرناکه نه ده.

د ۱۰ هېوادونو په اړه ویل شوي، چې د ادارې مسوولین نه دي توانېدلي شمېرې یې تر لاسه کړي، خو وايي په دغو هېوادونو کې د لوږې حالت ډېر خطرناک دی.

لوږه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځینو افریقايي هېوادونو حالت خورا خطرناک بلل شوی

دغو هېوادونو کې د سوریې، سومالیا او سوډان نومونه یاد شوي دي.

له ۱۱۸ هېوادونو نه نیم یې داسې بلل شوي دي، چې د لوږې حالت په کې خواشینوونکی یا اندېښمنوونکی بلل دی.

د ادارې چارواکي وايي، په ۲۰۳۰ کال کې له نړۍ نه د لوږې له منځه وړلو هدف په داسې صورت کې تر لاسه کېدای شي، چې له سیاسي لارې دغه هدف ته د رسېدو هڅې وشي او جنګ جګړې پای ومومي.