تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د لوږې ښکار هېوادونو په کتار کې اتم ځای لري
د خوړو پالیسي نړیوال انسټیټیوټ نومې ادارې د هغو هېوادونو یو لست خپور کړی، چې اوسېدونکي یې له لوږې سره مخامخ دي. دغې ادارې په لست کې شامل هېوادونه خوړو ته د لاسرسي پر بنسټ ویشلي دي او له ۱۰۰ نمرو یې هر هېواد ته پر همدې بنسټ نومرې ورکړې دي.
افغانستان ته په دغه لست کې له ۳۴ اعشاریه اتو نمرو سره اتم ځای ورکړل شوی دی. که څه هم د ۲۰۰۸ کال پرتله، چې په دغه لست کې د افغانستان نمرې ۳۹ اعشاریه دوې وې، لوږه کې لږوالی راغلی، خو دې سره هم دغه هېواد کې د لوږې حالت ( جدي ) بلل شوی دی.
په لست کې د نړۍ ۱۱۸ هېوادونو نومونه راغلي، چې د لوږې جدي حالت پر بنسټ لست کې ځایونه ورکړل شوي دي.
د افغانستان د ګاونډي پاکستان په ګډون د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی، چې د لوږې له خواشینونکي حالت سره مخامخ دي.
په رپوټ کې راغلي، چې د افغانستان د ټول نفوس ۲۶ اعشاریه اته سلنه وګړي د خوړو له لږوالي سره مخامخ دي.
دغه راز په رپوټ کې ویل شوي، چې د هغو افغان ماشونو شمېر چې له پنځه کلنۍ مخکې مړه کېږي، نهه اعشاریه پنځه سلنه دی.
پاکستان په دغه لست کې له ۳۳ اعشاریه څلورو نمرو سره یوولسم ځای لري او هند ته دوه ویشتم ځای ورکړل شوی دی.
د هند، نایجریا او اندونیزیا په ګډون ۴۳ هېوادونه داسې بلل شوي، چې د لوږې حالت په کې خواشینونکی دی.
د ۲۰۱۶ کال د جدول له مخې د سحارا، مرکزي افریقا، چاډ، مډګاسکر، سیرالیون او زیمبیا په ګډون اوو هېوادونو کې د لوږې حالت خطرناکې کچې ته رسېدلی دی.
جدول ښيي، چې نړۍ کې د ۲۰۰۰ زېږدیز میلادي کال پرتله سږکال د لوږې کچه ۲۹ سلنه ټیټه شوې ده او اوسمهال په هېڅ یوه پرمختلونکي هېواد کې د لوږې کچه خطرناکه نه ده.
د ۱۰ هېوادونو په اړه ویل شوي، چې د ادارې مسوولین نه دي توانېدلي شمېرې یې تر لاسه کړي، خو وايي په دغو هېوادونو کې د لوږې حالت ډېر خطرناک دی.
دغو هېوادونو کې د سوریې، سومالیا او سوډان نومونه یاد شوي دي.
له ۱۱۸ هېوادونو نه نیم یې داسې بلل شوي دي، چې د لوږې حالت په کې خواشینوونکی یا اندېښمنوونکی بلل دی.
د ادارې چارواکي وايي، په ۲۰۳۰ کال کې له نړۍ نه د لوږې له منځه وړلو هدف په داسې صورت کې تر لاسه کېدای شي، چې له سیاسي لارې دغه هدف ته د رسېدو هڅې وشي او جنګ جګړې پای ومومي.