د طالبانو مشر له محاکمو پرته "خپل سرې سزاوې" بندې کړې

سزا

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په تازه حکم کې چې نن سه شنبه خپور شوی راغلي چې د دوی د حکومت هیڅ یو غړی یا چارواکی حق نه لري یو "مجرم" کس ته سزا ورکړې.

دغه حکم چې د باختر دولتي اژانس له خوا خپور شوی پکې دا یادونه هم شوې چې د سزا ورکولو پر مهال له اړوند کس څخه د انځورنو او یا ویډیو اخیستلو اجازه هم نه شته.

د هبت الله اخوندزاده په حکم کې راغلي چې "د سپېڅلي شریعت له مخې تورنو" ته د سزا ورکولو صلاحیت یوازې "شرعي محکمې" لري.

دغه حکم داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله په پوره کېدو دي.

نړیوالو بشر پالو بنسټونو په دې موده کې ګڼې داسې پیښې رپوټ کړې چې د طالب چارواکو یا غړو لخوا په مختلفو سیمو کې د دوی په اند"مجرمین " صحرایي محاکمه شوي دي.

یب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ریچارډ بېنېټ: د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر

په دې منځ کې تازه دوې اونۍ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه رپوټ کې طالب ځواکونه په ځينو سیمو په ځانګړي ډول پنجشیر ولایت کې په غیرقانوني اعدامونو، شکنجو، ځورونو او بندي کولو تورن کړي وو.

د بښنې نړیوال سازمان یاد رپوټ چې د روانې جون میاشتې په ۸ نېټه خپور شو، په سیمه کې له ۲۹ عيني کتونکو او دارنګه د هغو انځورنو او ویډیوګانو پر بنسټ چې ځینې یې خپله د طالبانو غړو لخوا خپرې شوې چمتو کړی وو.

دارنګه د ملګرو متلونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورټر هم په خپلو رپوټونو کې دا ډول پېښې یادې کړې دي، خو طالبان خپله بیا دا ډول تورونه نه مني او ځینې پېښې شخصي دښمنیو ته منسوبوي.

د طالبانو مشر په دې نوي حکم کې ټینګار کړی چې هیڅوک حق نه لري د محکمې له حکم پرته یو کس په "لغتو، لښتو، دورو او یا کېبلونو" ووهي.

د سزا ورکولو هغه لارې چارې چې د رپوټونو له مخې د طالبانو په منځ کې عامې دي.

ددې حکم په یوه برخه کې راځي: " مجاهدین (د طالبانو غړي) چې کله یو څوک نیسي ، که سیاسي او یا جنايي زنداني وي، نشي کولای د محکمې له حکم پرته هغه ته سزا ورکړي."

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په دغه نوي حکم کې کوت څنډنه شوې چې له حکم څخه سرغړوونکي به خپله مجرمین پېژندل کېږي او اړوند چارواکي به یې نیسي او محکمې به سزا ورکوي.

د طالبانو مشر دا ډول سزاوې د هغه په ټکو د" د اسلامي امارت" لپاره بدناموونکې بللې دي.

دا نوی حکم داسې مهال خپرېږي چې په خواله رسنیو ډېر کله ګڼې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپرېږي چې ظاهرا پکې طالب جنګیالي خلکو ته ډول، ډول سزاوې ورکوي.

خو طالبان بیا ډېر کله دا ډول پېښې نه مني او هغه چې کره والی یې ثابت شوی بیا دوی ویلي چې عاملانو ته یې سزا ورکوي.