د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د طالبانو ځپونکو تګلارو د ښځو او نجونو ژوند ویجاړ کړی؛ طالبان یې نه مني

women

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د "طالبانو د بشر حقونو د سرغړونو" له کبله ویجاړ شوی دی.

په رپوټ کې چې نن (چهارشنبه) خپور شوی، ویل شوي طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې واک ته ورسېدل، د‌ زدکړو، کار او په ازاده توګه د نجونو د تګ راتګ حقونه نقض کړي دي، د هغو کسانو د حافظت او ملاتړ سیستم یې ویجاړ کړی چې د کورني تاوتریخوالي له کبله تښتي، له تبعیضي مقرراتو نه د لږې سرغړونې له کبله نجونې او ښځې بندیانې شوې او په کم عمر کې د نجونو او اجباري ودونو کې ډېروالی راغلی دی.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌ بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته دغه رپوټ رد کړ او وايي‌ "په افغانستان کې دې د ښځو او نارینه وو حقونو ته د غربیانو له عینکو نه کتل کېږي."

ښاغلی مجاهد وايي‌،‌ په افغانستان کې "د اسلام له نظره ټولو ښځو او نجونو ته حقونه ورکړي‌ دي." ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې په افغانستان د بشر حقونو اوس له پخوا ښه دي.

ښاغلی مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له څه باندې ۳۰۰ ورځو راهیسې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځو راګرځولې دي.

(ورو مړینه:‌ د طالبانو تر واک لاندې ښځې او نجونې) په نامه دغه رپوټ کې د هغو ښځو نیولو، ګواښلو او ربړولو ته اشاره شوې چې په سوله ییز ډول یې د "ظالمانه قوانینو" پر وړاندې اعتراض کړی.

د بښنې نړیوال سازمان عمومي مشرې اګنس کالامار ویلي: "پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو څه کم یوه کال کې، د دوی سخت‌دریځو قوانینو میلیونونه ښځې او نجونې د خپل خوندي، ازاد او د خپلې خوښې ژوند له حق نه محرومې کړې دي."

"دا تګلاره د ښځو او نجونو پروړاندې د دوی د ژوند په هره برخه کې د تبعیض لامل شوې ده. هغه که ښوونځي ته تګ وي او څنګه کار وکړي، او څنګه له خپل کوره ووځي- چې دا ټول کنټرول شوي او په شدت سره محدود شوي دي."

اغلې کالامار زیاتوي، دا پر افغان ښځو راغلی د زندۍ حالت ورځ تر بلې په ډېرېدو دی. نړیواله ټولنه باید ژر له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د دوی ساتنه وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

دغه سازمان وايي، د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو او امنیت شورا په ګډون نړیوال بنسټونه او دولتونه باید یوه داسې فوري او همغږې سټراټیژي جوړه او غملي کړي چې پر طالبانو د بدلون راوستلو فشار راوړي.

د دغه سازمان څېړونکي د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشت کې افغانستان ته تللي.‌ دوی خپل جامع رپوټ د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشتې له ‌پیله د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پر خپلو څېړنو چمتو کړی دی.

په رپوټ کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۲۰ کې له هغو ۹۰ افغان ښځو او ۱۱ نجونو سره مرکې شوې، چې عمرونه یې د ۱۴ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي.‌

بند،‌ ربړول او سوله ییز لاریونونه

afghanistan

د عکس سرچینه، © Kiana Hayeri / Amnesty International

د عکس تشریح، په رپوټ کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۲۰ کې له هغو ۹۰ افغان ښځو او ۱۱ نجونو سره مرکې شوې، چې عمرونه یې د ۱۴ او ۷۴ کلونو ترمنځ دي.‌

رپوټ کاږي، تېر کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، دا ډله عملاً‌ د افغانستان چارواکي دي. که څه هم دوی پیل کې د ښځو او نجونو حقونو د ملاتړ ژمنې کړې وې، خو وروسته یې له تبعیض ډک سیاست غوره کړ او د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړل.

یاد رپوټ زیاتوي، په ټول افغانستان کې ښځو او نجونو د ځپلو پر دغې څپې خپل اعتراض ښودلی، په مقابل کې طالبانو معترضان په ځورولو او ربړولو پخپل سر نیولي، تري تم کړي او جسمي یاو رواني ځور یې ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، دوی په ۲۰۲۲ کال له ځینو نیول شویو معترضانو سره مرکې کړې دي،‌ چې وايي د طالبانو ساتونکي به تل د دوی خونو ته ورتلل او د کورنیو انځورونه به یې ورته ښودل او تل به یې ورته ویل چې ګنې دوی "یې د کورنۍ غړي وژلی شي، تاسو باید یو کار وکړئ، مه ژاړئ، مصنوعي صحنې مه جوړوئ، له اعتراض وروسته باد د دا ډول ورځو په تمه وئ."

په کم عمر کې او اجباري ودونه

د بښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کم عمره نجونو ودول او اجباري ودونه ډېر شوي،‌ چې اصل لامل یې اقتصادي او بشري ستونزې دي،‌ چې په وینا یې په ځینو مواردو کې ځینو طالبانو هغه کورنۍ چې لوڼې یې لوستې دي، له دوی سره اجباري ودونو ته اړایستلې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د (کم عمره کسانو ودول) په نامه سازمان مشرې سټیفني سینکلر چې د ماشومانو د ودولو او اجباري ودونو پر پروژو کار کوي، یلي "په افغانستان کې دا د ماشومانو د ودولو یو لوړ توپان دی. تاسو یو سړي واکه حکومت لرئ، له دې ټولو لاملونو سره موږ پوهېږو چې د ماشومانو ودول به تر یوه چت لاندې ترسره کېږي."

د نړیوالې ټولنې مسؤلیت

د رپوټ پای کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې پر طالبانو د دوی د دا ډول کړنو له کبله بندیزونه ولګول شي، لکه د سفر بندیز چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې چې لګول کېږي.

اګنس کالامار وايي: "طالبان میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو محروموي او دوی له سیسټماتیک تعبیض سره مخامخوي"،.

دا وايي، که نړیواله ټولنه لاس په کارېدو کې پاتې راشي، نو افغانستان کې به د ښځو او د نجونو د بندیز لامل شي او هرځای به د بشر پر حقونو سیوری وغوړوي".