بښنې نړیوال سازمان: طالبانو دایکندي کې ۱۳ هزاره وګړي وژلي؛ طالبان یې ردوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي، طالبانو په دایکندي ولایت کې د مخکیني افغان امنیتي ځواک ۱۱ غړو په ګډون ۱۳ هزاره وګړي په یوه سارايي محاکمه کې وژلي دي.
رپوټ وایي چې یاد ۱۱ پخواني امنیتي کسان طالبانو ته له تسلیمېدو وروسته وژل شوي.
رپوټ کې راغلي، دې پېښه کې دوه وژل شوي کسان ملکي خلک دي او یوه ۱۷ کلنه نجلۍ هم له ټپي کېدو وروسته وژل شوې، چې د تېښتې پر مهال پرې ډزې شوې.
طالبانو له بي بي سي سره خبرو کې د بښنې نړیوال سازمان دا رپوټ رد کړی او یو اړخیز یې بللی. دې ډلې ویاندویانو ټینګار کړی چې دایکندي کې هېڅ کومه داسې پېښه نه ده رامنځته شوې
پېښه د اګست پر ۳۰ د خیدر ولسوالۍ په کهور کلي کې رامنځته شوې. د ایمنسټي مسوولین وايي، له پېښې وروسته اخیستل شوي تصویرونه او ویډیويي کلیپونه یې تایید کړي، چې پېښه همدې سیمه کې شوې ده.
د یاد سازمان په رپوټ کې ویل شوي، د امنیتي ځواکونو ۱۱ کسانو تصویرونه لیدل شوي چې په سرونو ویشتل شوي دي.
د دې سازمان مشرې انګیس کالامارد په دې هکله ویلي:
''دا بې رحمانه وژنې په دې هکله یو بل ثبوت دی چې ښيي طالبان هغسې بوږنوونکې ظلمونه کوي، چې دوی په افغانستان کې د خپلې مخکینۍ واکمنۍ په دوره کې کړي وو. ''
نوموړې زیاتوي طالبانو ادعا کړې وه، چې د مخکیني حکومت کارکوونکي نه وژني، خو وروستۍ پېښه د دوی خبرو او کړنو تر منځ تضاد په ګوته کوي.
د ایمنسټي رپوټ کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته لومړي سر کې د افغان امنیتي ځواکونو ۳۴ کسانو د دایکندي په خیدر سیمه کې له خپلو وسلو سره پناه اخیستې وه، خو وروسته طالبانو ته تسلیم شول.
رپوټونو کې ویل شوي، د اګست پر ۳۰ مه د دې کسانو د تسلمیۍ له اعلان وروسته نژدې ۳۰۰ طالبان سیمي ته ورسېدل او له رسېدو سره سم یې ډزې پیل کړې چې پایله کې یې معصومه نومې نجلۍ ووژل شوه او د امنیتي ځواکونو یوه کس هم ځوابي ډزې وکړې، چې پایله کې یې د طالبانو یو کس ووژل شو.
په رپوټ کې ویل شوي، طالبانو له هغه وروسته پر هغو کورنیو ډزې کولې چې د تېښتې په حال کې وې او ۱۱ تسلیم شوي کسان یې نژدې سیند ته له بیولو وروسته ووژل.
د طالبانو غبرګون: دا رپوټ یو اړخیز دی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي بي بي سي ته استول شوي یو پیغام کې ویلي، د بښنې نړیوال سازمان رپوټ یو اړخیز دی او د دوی (طالبانو) نظر پکې نه دی اخیستل شوی.
نوموړی وایي، دوی تل د بشري حقونو ډلو ته بلنه ورکړې ده چې د ورته پېښو په تړاو دې شفافو پلټنو لپاره سیمې ته ورشي او هر څه له نږدې وګوري.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بي سي ته وویل، که طالبانو سره د مخامخ نښتو پر مهال کوم اربکی وژل شوی وي نو جلا خبره ده، خو دا ادعا سمه نه ده چې طالبانو دې تسلیم شوي خلک وژلي وي.
له دې مخکې د سپتمبر پر لومړۍ نېټه په دایکندي کې د طالبانو امنیه قومندان صدیق الله عابد په سیمه کې وژنې رد کړې او په یوه برید کې یې یوازې د یوه طالب وسله وال د ټپي کېدو یادوونه وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان دا رپوټ داسې مهال خپرېږي چې نړیوالې جنایي محکمې هم افغانستان کې د طالبان او داعش ډلې د 'جنایتونو' په تړاو د پلټڼو پیلولو اعلان کړی دی.
یاده دې وي چې طالبانو د تېر اګست پر پنځلمه نېټه پر افغان پلازمېنې کابل ولکه وکړه او دا مهال یې د سرپرست حکومت چارې دوام لري.
د تېرو دوو میاشتو په موده کې پر دې ډلې تور لګېدلی چې د غزني په مالستان، کندهار، پنجشېر او دایکندي کې یې د بشر ضد او جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
طالبانو دا ټولو تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان ټولو وګړو لپاره د 'عمومي بښنې' پر ژمنه ولاړ دي.









