امریکا 'د طالبانو او داعش ډلې د جنایتونو' په تړاو د پلټنو هرکلی کړی

پورټر

د عکس سرچینه، Sttate Department

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورټر د نړیوالې جنایي محکمې پرېکړه ستایلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنايي محکمې د هغې پرېکړې هر کلی چې له مخې یې غواړي افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې لخوا د جنګي او بشر ضد جنایتونو څېړنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیالې جلینا پورټر په دې اړه د څېړنو د هر کلي ترڅنګ ویلي امریکا افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښه لري.

هغې دوشنبه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، امریکا لکه د نورې نړیوالې ټولنې په څېر د افغانستان د حکومت لخوا بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته پر درناوي ټېنګار کوي.

دې ویلي په دې حقونو کې له شک پرته د بیان ازادۍ، د ښځو او نجونو د حقونو خوندي کول او د نورو توکمونو او مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی شامل دی.

یاده دې وي چې نړیوالې جنایي محکمې د اوس لپاره افغانستان کې د هغو جرمونو له پلټلو ډډه کړې چې د امریکایي او افغان پوځ لخوا ترسره شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې په دې اړه وویل، امریکا د نړیوالې جنایي محکمې غړیتوب نه لري او د تېر په څېر نه غواړي چې یاده محکمه له امریکایي اتباعو پلټنې وکړي.

نړیوالې جنایي محکمې څه ویلي؟

ای سي سي

د عکس سرچینه، ICC

د عکس تشریح، دا تازه اعلان د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان لخوا شوی

نړیوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د بشر ضد او جنګي جرمونو څېړنه له سره پیلوي.

یادې محکمې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشتې کې د دې څېړنو پیلولو اعلان کړی و، خو افغان حکومت ترې هغه مهال غوښتنه کړې وه چې د څېړنو واک دې دوی 'افغان حکومت ' ته وسپارل شي.

اوس د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له کبله ناشونې ده چې افغان حکومت دې دا چاره ترسره کړي.

نوموړي ویلي، له همدې کبله یې پرېکړه کړې چې نړیواله جنایي محکمه خپلې څېړنې بیا پیل کړي او د اوس لپاره یوازې پر هغو جرمونو تمرکز وکړي چې طالبانو او داعش ډلې ترسره کړي.‌

څارنوال کریم خان وایي، په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو کچه ډېره پراخه ده او د نوموړي دفتر محدودې اسانتیاوې لري، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره یوازې د طالبانو او داعش ډلې پر کړنو تمرکز وکړي.‌