افغان حکومت د جرمونو نړیوالې محکمې ته د بشر ضد او جنګي جرمونو نژدې دوه سوه دوسیې وسپارلې

د جرمونو نړيواله محکمه

د عکس سرچینه، MOFA

افغان حکومت وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې په جنګي جرمونو پورې اړوند د نژدې ۲۰۰ قضیو دوسیې سپارلې، چې په هغو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، طالبانو او داعش ډلې د نړیوالو جرمونو اړوند دوسیې هم شاملې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په مشرۍ یوه لوړ پوړي افغان پلاوي په هالنډ کې د جرمونو نړیوالې محکمې له چارواکو سره لیدلي او وايي د سفر موخه په افغانستان کې له ۲۰۰۳ مېلادي کال وروسته په ترسره شویو جرمونو بحث او د هغو د څېړنو پر څرنګوالي خبرې دي.

ښاغلی اتمر وايي، د جرمونو نړیواله محکمه د دې لېوالتیا لري چې له افغان حکومت سره په ګډه د مجرمانو په محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

په دغه لیدنه کې دواړو خواو هوکړه کړې چې په افغانستان کې د جنایت ترسره کوونکو لپاره د معافیت کلتور د ختمولو په برخه کې به له نژدې یو له بل سره همکاري کوي.

ښاغلي اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې د وروستۍ چاودنو یادونه هم وکړه چې وايي د څېړنې وړ ده او تمه یې وښوده چې د جرمونو په نړیواله محکمه کې به کار له همدې پیل کړي.

برچي

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي زیاته کړه، دواړو خواوو په دې هوکړه چې په ګډه به د نړیوالو جرمونو اړوند مالومات راټولوي او د څېړلو لپاره به یې د څار یو ګډ میکانیزم جوړ کړي. هغه زیاته کړه چې افغان حکومت دغې محکمې ته د بېلګې په توګه د ۱۸۰ قضیو دوسیې سپارلې دي چې په افغانستان کې د ټولو اړخونو ترسره شوي جرمونه په کې شامل دي.

د ښاغلي اتمر په وينا "هر هغه چا چې ظلم کړی هغه به د عدلي او قضایي تعقيب وړ وي، چې له هرې ډلې سره تړاو ولري، هېچا ته به معافيت نه وي، که هغه داخلي وي او که خارجي".

نسل وژنه، د بشر ضد جرمونه، جنګي جنایت او تېری نړیوال جرمونه پېژندل کېږي. د جرمونو نړیوالې محکمې له افغان حکومته غوښتي چې د ټولو قضايي چارو د ترسره کولو لپاره د څار زمینه ورته برابره کړي.

ښاغلي اتمر د کابل په لوېدیځ کې د وروستيو چاودنو مسؤلان طالبان وبلل او د پوښتنې په توګه یې وویل چې که دا کار طالبانو نه وي کړی، ولې اوربند نه کوي، په داسې حال کې چې په خبره یې د سولې لپاره د طالبانو ډېری غوښتنې منل شوې هم دي.

طالبانو د کابل لوېديځ دغه پېښه غندلې او لاس لرل يې په کې رد کړي دي.

British soldiers on dawn foot patrol in Nahr-e Saraj district, Helmand Province, Afghanistan

د عکس سرچینه، PA Media

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نژدې شل کاله ماموریت په دوره کې دغه ځواکونه د نړیوالو بنسټونو له لورې په ځینو ځایونو کې په جنګي جرمونو تورن شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په دغه هېواد کې بهرني ځواکونه هم د جرمونو په یو شمېر قضیو کې راځي. دی وايي، له امریکا سره یو لاسلیک شوی سند لري چې پر اساس یې په افغانستان کې د هغه هېواد سرتېري د نړیوال جرم ترسره کولو په صورت کې تر عدلي او قضايي څار لاندې نیول کېږي.

۱۲۹ هېوادونه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري چې افغان چارواکي په نړیواله کچه تر ټولو د لوړې کچې او باور وړ عدلي او قضايي بنسټ بولي. افغانستان یې په ۲۰۰۳ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.

که چېرې د دغې محکمې غړي هېوادونه د جرمونو د څېړنې په برخه کې پاتې راشي، د نړیوالو جرمونو محکمه عملا په ټاکلې موضوع کې څېړنه کوي او عدلي او قضايي څار پیلوي.