نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې د طالبانو او داعش لخوا د بشر ضد جرمونو څېړنه کوي

د عکس سرچینه، ICC
نړیوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د بشر ضد او جنګي جرمونو څېړنه له سره پیلوي.
یادې محکمې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشتې کې د دې څېړنو پیلولو اعلان کړی و، خو افغان حکومت ترې هغه مهال غوښتنه کړې وه چې د څېړنو واک دې دوی 'افغان حکومت ' ته وسپارل شي.
اوس د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له کبله ناشونې ده چې افغان حکومت دې دا چاره ترسره کړي.
نوموړي ویلي، له همدې کبله یې پرېکړه کړې چې نړیواله جنایي محکمه خپلې څېړنې بیا پیل کړي او د اوس لپاره یوازې پر هغو جرمونو تمرکز وکړي چې طالبانو او داعش ډلې ترسره کړي. اعلامیه کې راغلي:
"د طالبانو او داعش لخوا د ادعا شويو جرمونو شدت، اندازه او دوامداره ډول چې په کې په ملکي وګړو د بې توپیره بریدونو تورونه، غیرقانوني اعدامونه، د ښځو او نجونو ځورول، د ماشومانو پروړاندې جرمونه او نور جرمونه چې په پراخه کچه ملکي وګړو باندې اغېز کوي شامل دي، زما د دفتر پوره تمرکز او مناسبو منابعو ته اړتیا لري، تر څو موږ وکولای شو د باور وړ دوسیي چمتو کړو چې په محکمه کې د معقول شک څخه پرته ثابتې شي".
څارنوال کریم خان وایي، په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو کچه ډېره پراخه ده او د نوموړي دفتر محدودې اسانتیاوې لري، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره یوازې د طالبانو او داعش ډلې پر کړنو تمرکز وکړي.
د افغان حکومت څېړنې چېرته رسېدلې وې؟

د عکس سرچینه، MOFA
افغان حکومت تېره مارچ میاشت کې ویلي وو، نړیوالې جنایي محکمې ته یې په جنګي جرمونو پورې اړوند د نژدې ۲۰۰ قضیو دوسیې سپارلې، چې په هغو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو، طالبانو او داعش ډلې د نړیوالو جرمونو اړوند دوسیې هم شاملې دي.
هغه مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر په مشرۍ یوه لوړ پوړي افغان پلاوي په هالنډ کې د نړیوالې جنایي محکمې له چارواکو سره لیدلي وو او دواړو خواو هوکړه کړې وه چې په افغانستان کې د جنایت ترسره کوونکو لپاره د معافیت کلتور د ختمولو په برخه کې به له نژدې یو له بل سره همکاري کوي.
ښاغلي اتمر ویلي وو، دواړو خواوو په دې هوکړه وکړه چې په ګډه به د نړیوالو جرمونو اړوند مالومات راټولوي او د څېړلو لپاره به یې د څار یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړې وه چې افغان حکومت دغې محکمې ته د بېلګې په توګه د ۱۸۰ قضیو دوسیې سپارلې دي چې په افغانستان کې د ټولو اړخونو ترسره شوي جرمونه په کې شامل دي.

د عکس سرچینه، PA Media
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نژدې شل کاله ماموریت په دوره کې دغه ځواکونه د نړیوالو بنسټونو له لورې په ځینو ځایونو کې په جنګي جرمونو تورن شوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر ویلي و، په دغه هېواد کې بهرني ځواکونه هم د جرمونو په یو شمېر قضیو کې راځي.
د نوموړي په وینا، له امریکا سره یو لاسلیک شوی سند لري چې پر اساس یې په افغانستان کې د هغه هېواد سرتېري د نړیوال جرم ترسره کولو په صورت کې تر عدلي او قضايي څار لاندې نیول کېږي.
دا مهال د نړۍ ۱۲۹ هېوادونه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب لري چې افغانستان یې په ۲۰۰۳ کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.
افغان طالبانو تر دې دمه د نړیوالې جنایي محکمې د دې اعلان په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او مالومه نه ده چې د څېړنو برخه کې به ورسره همکاري وکړي او که نه.






