ملګري ملتونه: په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو ځورول بشري ضد جنايت ګڼل کېدی شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو ځورول د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدی شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، "طالبانو قصدا په پلان شوو سیاستونو سره پر ښځو محدودیتونه لګولي دي. "
ریچارډ بېنېټ دوشنبې (۶ مارچ) په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل دویم راپور چې د ۲۰۲۲ کال د جولای او ډسمبر میاشتو تر منځ وخت رانغاړي، په جينېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۲مې غونډې ته وړاندې کړ.
ښاغلي بېنېټ د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، له نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند ښايي جنسيتي ځورول او د بشريت ضد جنایت وي. هغه ټینګار وکړ چې طالبانو په قصدي ډول پر ښځو پلان شوي محدودیتونه لګولي او پر هغوی يې ټولنیزه کړۍ راتنګه کړې، "داسې چلند چې باید دوی پوه شي چې د منلو وړ نه دی."
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د واک له تر لاسه کولو راهیسې له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی و او شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې يې په هر ډول تحصیلي بنسټونو کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، تر بل هر څه ډېرې سپارښتنې او فرمانونه يې پر ښځو محدودیتونو لګولو باندې ورټول شوي دي. شمېر یې تر شلو اوړي چې ځينې یې فرمانونه او تر ډېره شفاهي اعلانونه او سپارښتنې دي خو یو شمېر داسې موارد هم شته چې په اړه یې هېڅ فرمان او سپارښتنه نه ده شوې خو د عملي ګام په ترڅ کې پر مېرمنو په یو نه یو ډول محدودیت پلی شوی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ په خپل راپور کې دا هم وايي چې "توکمیز لږلیکي لکه هزاره، شیعه وګړي، سکان او صوفیان هم له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي."
ښاغلي بېنېټ سپارښتنه کړې چې د طالبانو معافیت باید وننګول شي او د تېرو او اوسنیو جنایتونو لپاره باید ځواب ویلو ته حاضر شي.
هغه دا هم ویلي، "افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو له بحران سره مخ دی او ډېرو افغانانو ترې غوښتي چې اجازه مه ورکوئ چې په افغانستان کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل عادي شي."
طالبانو لا د ریچارد بېنېټ دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې د بښنې د نړیوال سازمان د ورته یوه راپور په غبرګون کې ویلي وو چې دوی ته د ملګرو ملتونو موندنې ځکه اساس نه لري چې د دوی حکومت يې په رسمیت نه دی منلی. نوموړي ويلي وو، "افغانان زموږ خلک دي او نظام هم د افغانانو لپاره دی."

د عکس سرچینه، Amnesty Int.
د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا غږ کړی و چې داسې جوړښت رامنځته کړي چې په خپلواکه توګه د نړیوالو قوانیو له مخې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په اړه څېړنې وکړي ځکه د دغه بنسټ له نظره طالبانو په خپله اتلس میاشتنۍ واکمنۍ کې وښودله چې نه اراده لري او نه هم د دې وړتیا لري چې د ښځو او نجونو او ديني او توکمیزو لږکیو د حقونو پراخې سرغړونې وڅېړي.
ریچارډ بېنېټ د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل او افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون د طالبانو د استخباراتي ادارې لخوا د بشري حقونو د نیول شوو فعالانو او خبریالانو د بې قیده او شرطه خوشي کولو غوښتنه هم وکړه.
هغه له طالبانو غوښتي چې د مرستې رسولو په چارو کې د ښځو پر کار پر لګولي بندیز هم بیا غور وکړي. د طالبانو حکومت شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې په نادولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی. په افغانستان کې د ټولو هغو نادولتي او نړیوالو مؤسساتو له ۳۵ تر ۴۰ سلنې برخه کارکوونکې ښځې دي چې شاوخوا ۲۱ مېلیونه مرستو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو بوختې دي.









