د طالبانو عامې روغتیا وزارت: د شري او لیوني سپي واکسین له کمښت سره مخ یو

ویکسین

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیايي خوندیتابه لپاره د واکسینولو پروګرامونو پلي کول یې لومړیتوب دی، خو په ځینو برخو کې د واکسینونو له کمښت سره مخامخ دي.

د افغانستان په دولتي روغتونونو کې د اړتیا وړ واکسینونو کموالی د خلکو د سرخوږي لامل شوی دی. د کابل یوه اوسېدونکي عبدالبصیر بي بي سي ته وویل، لور یې سپي خوړلې وه خو په دولتي روغتونونو کې یې واکسین نه پیدا کېدل.

"درې دولتي روغتونونو ته لاړو، خو هغوی ویل موږ ته اوس کومه سرچینه دا واکسین نه راکوي. بیا اړ شو چې شخصي روغتون کې یې په پېسو واخلو. په لومړي ډوز یې دوه نیم زره او په دویم ډوز یې دوه زره افغانۍ واخیستې او درېیم ډوز لپاره یې هم را غوښتي یو."

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژبر بي بي سي ته وویل، یو شمېر ډونرانو چې پخوا یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره ګډ کار کاوه، اوس له دوی سره کار نه کوي:

"له تېر وخت نه را پدېخوا د عامې روغتیا وزارت سره نږدې لس ډوله واکسین موجود وو او اکثریت یې اوس هم شته، خو د ځینو واکسینونه لکه ربیس یا لیوني سپي واکسین له کمښت مخامخ یو."

ښاغلی هژبر وايي، د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې په تېره مارچ میاشت کې د افغانستان ځینو سیمو د واکسیناسیون لومړی پړاو پای ته رسولی او ژر به یې دویم پړاو هم پیل کړي:

" دویم پړاو به یې په 'مې' میاشت کې تر سره شي او پلان لرو چې په لړ کې یې په ۱۱۱ ولسوالیو کې کابو ۳ میلیونو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړو. دمګړۍ موږ نږدې ۲ اعشاریه ۳ میلیونو ډوزه واکسین په اختیار کې لرو. په دغه برخه کې هم د نړیوالو 'ډونرانو' مرستو ته ضرورت لرو."

ورته مهال، په پرمختلیو او مخ پر وده هېوادونو کې د کوېډ نولس ناروغۍ د درېیم او څلورم ډوز واکسین تطبیق پیل شوی، خو افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې خپلو وګړو ته د کوطډ نولس ناروغۍ ضد لومړني اړین ډوزونه واکسین نه شي رسولی او باید له نړیوالې ټولنې او ادارو یې د مرستې په توګه تر لاسه کړي.

کم پوهاوی د ماشومان د ډېرې مړينې لامل

کتے

په افغانستان کې د واکسینونو د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي کموالی یا نشتوالی لا هم د انسانانو د عمرونو کمېدو یو لامل دی.

د بغلان د مرکزي روغتون ډاکټر محمد اسماعیل بي بي سي ته وویل: "سږکال په شمالختیځه حوزه کې د شري پېښې ډېرې زیاتې وې. کله مو چې پلټنه وکړه، د ناروغو ماشومانو والدینو به ویل موږ خپل ماشومان نه دي واکسین کړي چې لامل به مو ترې وپوښت، نو یوه او بله پلمه به یې کوله."

له بل لوري په تېرو دوو لسیزو کې میلیونونه افغان ماشومان د پولیو یا ګوزڼ له واکسین څخه بې برخې شول چې له امله یې په دغه هېواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو ثبت په ډېرېدو دی.

خو اوس چې تقریبا د افغانستان په ټولو کنټرول د طالبانو په لاس کې دی، د روغتیا سرپرست وزارت چارواکي یې وايي، د پولیو واکسیناسیون پروګرام چارې یې تر کار لاندې دي او پلان لري دا ځل د افغانستان ټول ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

څېړنې ښيي چې د واکسینونو له لارې روغتیايي ایمن‌توب، انسانانو ته له ماشومتوبه تر زړښته د ۲۵ بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې خوندیتوب ور کولی شي.

د روغتیا نړیواله ټولنې د شمېرو او اټکلونو له مخې، واکسینونه هر کال له دوه تر درې میلیونه انسانان له مرګه ژغوري، خو لا هم په نړۍ کې هر کال له یو میلیون ډېر ماشومان د هغو ناروغیو له امله مري چې واکسینونه یې موجود دي.