افغانستان کې د شري ناروغۍ کمساري زیاتېدل؛ لسګونه زره ماشومان پرې اخته شوي

د عکس سرچینه، WHO Afghanistan
د طالبانو د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د شري ناروغي په ماشومانو کې په کمساري ډول زیاته شوې ده.
دغه وزارت زیاتوي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال لومړیو درې میاشتو کې څه باندې ۲۵ زره ماشومان په دې هېواد کې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي. د دوی په وینا یوازې ۱۲ زره اړوندې پېښې تېره یوه میاشت کې ثبتې شوې دي.
د روغتیا وزارت ویاند وايي، په یاده موده کې شاوخوا ۱۸۶ ماشومان د شیري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د رپوټونو له مخې په ځینو ولایتونو کې روغتونونه له هغو ماشومانو ډک دي چې په سختې خوارځواکۍ او د شري یا سرخکانو په ګډون په ځینو نورو ناروغیو اخته شوي دي.
یو شمېر روغتونه بیا د دې پوره امکانات او کافي روغتیايي کارکوونکي نه لري چې د دغو ماشومانو مناسبه درمنله وکړي.
د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وايي، د شري پېښې تر ډېره په کابل، کندوز او هلمند کې ثبت شوې دي.
په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې سرخکانو ضد واکسین پروګرم پلی شوی نه و او ویل کیږي چې له همدې امله د دې ناروغۍ پېښې په کمساري ډول زیاتې شوې دي.
خو تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان روغتیا وزارت په ګډه د دې ناروغۍ ضد واکسین د پروګرام لومړی پړاو عملي کړ چې د ۲۴ ولایتونو په ۴۹ ولسوالیو کې ماشومان واکسین شول.
د روغتیا وزارت چارواکي وایي، ټاکل شوې د واکسین دویم پړاو په راتلونکو میاشتو کې په ۱۱۱ نورو ولسوالیو کې هم ترسره شي چې درې میلیونه ماشومان به پکې واکسین شي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، تېر میلادي کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۴۸ زره ماشومان په شري اخته شوي وو چې له ډلې یې ۲۵۰ ماشومانو خپل ژوند بایللی.
وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی و چې شاوخوا یو میلیون ماشومان په افغانستان کې د سختې خوارځواکۍ له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي او دوی ته باید عاجله پاملرنه وشي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ویلي، خوارځواکي د ماشومانو د بدن دفاعي سیستم د ناروغیو پروړاندې کمزوری کوي.
له دې ناروغۍ د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره بهترینه لار د دوی د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کول او د شري ضد واکسین دوه ډوزه ورکول دي.










