افغانستان سره د مرستو غونډه؛ د ملګرو ملتونو وګړو صندوق ۲۵۱ میلیون ډالره مرسته غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ګلستان شينواری
- دنده, بي بي سي لندن
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي، څه باندې ۲۵۰ مېلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري چې روان کال په افغانستان کې د میندو روغتیايي برخو کې خدمتونه پرې ورسوي.
دې صندوق په خپله خبرپاڼه کې ویلي څه باندې نهه مېلیونه افغان مېرمنې بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دا اداره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغانستان د روغتیا برخې لپاره مرستې ډېرې کړي. د وګړو صندوق په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو روغتیا حالت ډېر بد بللی دی. نن جينېوا کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د راټولولو په موخه یوه نړیواله غونډه جوړېږي. دا غونډه ملګرو ملتونو رابللې او قطر، بريتانيا او جرمني يي کوربانه دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ټولنې د دې غونډې په درشل کې ویلي، که نړۍ له افغانستان سره د اړینو مرستو ژمنه وکړي، افغان کوچنیان له ډېرېدونکې لوږې او آن له مرګه ژغورلی شي.
دې ټولنې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې بېوزلي په چټکۍ لوړه شوې، چې له امله یې ۱۴ میلیونه ماشومان له ژوند ګواښونکې کچې لوږې سره مخامخ دي.
ټاکل شوې دغه انلاين يا مجازي ناسته روان ميلادي کال کې افغانستان لپاره د نژدې څلورنيم ميليارد ډالرو د بسپنې غوښتنه وکړي.
د دې غونډې په درشل کې د ماشومانو ژغورنې ټولنې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د ډېرېدونکې بیوزلۍ له کبله د افغان ماشومانو پرلپسې خرابېدونکي وضعیت ته پام وکړي.
د دې ټولنې د افغانستان څانګې مشر کرېس نیاماندې په وینا پاڼه کې ویلي چې که نړۍ له افغانستان سره خپلې بېړنۍ مرستې ډېرې نه کړي، د افغان ماشومانو مړینه به روانه وي.
هغه ویلي، په تېرو ۷ میاشتو کې چې افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت څومره خراب شوی، او له امله یې ماشومان له کوم ناوړه حالت سره مخامخ شوي، په وینا یې د دوی کارکوونکو ته بې ساري ده.
د دې ټولنې د افغانستان د څانګې مشر نورا حسنین بي بي سي ته وویل، چې د اقتصادي پرځېدا له کبله میلیونونه ماشومان یوازې پر بشري مرستو پايي، خو په وینا یې د دې مرستو کمې کچې له کبله به د کوچنیانو مړینه همداسې روانه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا وايي: ''د افغانستان اوسنی وضعیت یو ناورین دی، بیوزلي ډېره پراخه شوې، ۱۴ میلیونه ماشومان له ژوند ګواښونکې کچې لوږې سره مخامخ دي. ''
د شري غوندې ناروغي چې افغانستان یې دا وروستیو کلونو کې مخنیوي کې پرمختګ کړی و، اوس بیا په چټکۍ سره خپرېږي. ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې شری دومره کم شوی و، چې په کلونو کې یې ساری نه لیدل کېده.
اوس یې ډېرېدل خواشینونکې خبره ده، یوازې روان کال کې تر اوسه نژدې ۱۸۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي او له همدې کبله ۱۴۲ ماشومانو ژوند بایللی دی.
نوموړې دغه راز وايي، ستونزه یوازې په بشري مرستو نه هوارېږي، بلکې نړیوالې ټولنې ته پکار ده، چې د افغانستان اقتصاد بیا فعالولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.
دا وايي، نړیوالو ته په کار ده، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړې او د اقتصاد ژغورنې لپاره په شریکه حل لارې ومومي.
نوموړې وايي، که د افغانستان عامه خدمتونو برخه کې مرسته و نه شي، په وینا یې د د تېرو کلونو بریاوې به له لاسه ووځي.
مېرمن حسنین وویل، د مالي ملاتړ نننۍ غونډه به د افغانستان لپاره راتلونکی لوری وټاکي. دا وايي، د نجونو پر ښوونځیو د طالبانو بندیز له غځېدو سره سره د افغانستان پوهنې له برخې سره باید مالي ملاتړ وشي، او په وینا یې که داسې و نه شي، لا نورې نجونې او هلکان به له پوهنې بې برخې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نننۍ غونډه کې له نړیوالې ټولنې د څلور اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو بسپنې غوښتنه کېږي. بریتانیا د دې غونډې په درشل کې له افغانستان سره د ۳۷۴ میلیونو ډالرو اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند وايي، په دې غونډه کې ژمنه کېدونکې پیسې به د مرستندویه ټولنو لخوا لګول کېږي او په وینا یې د طالبانو حکومت ته به نه ورکول کېږي.
ملګري ملتونه وايي، نژدې ۲۳ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دی او د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي، پوره اړین خواړه نه لري.
د دې ټولنې په وینا نژدې لس میلیونه افغان کوچنیان بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
د دې وضعیت کابو کولو لپاره دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې دا وروستیو کې د طالبانو د ځینو سخت دریځو تګلارو او کړنو له کبله د هغوی پر حکومت په کور دننه او بهر نیوکې په ډېرېدو دي.








