ولې د امریکا پولیس د خلکو له وژلو وروسته ډېر لږ محکومیږي؟

د عکس سرچینه، EPA
د اټکل له مخې د امریکا پولیس هر کال شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژني، خو شاوخوا ۹۹ سلنه قضیو کې پولیس د جرم په ترسره کولو نه تورنیږي. خو په مینیسوټا کې د جارج فلویډ له وژلو وروسته د خلکو د فشار، اعتراضونو او بلوا په پایله کې دا ځل پېښه کې ښکېل پولیس افسران رسماً تورن شوي دي.
په دې ډله کی یو پولیس د فلویډ په وژنه تورن شوی. دا هغه پولیس دی چې د تېرې مۍ میاشتۍ پر ۲۵ یې په مینیاپولس ښار کې فلویډ پر ځمکه را وغورځاوه او بیا یې شاوخوا ۹ دقیقې د هغه پر مرۍ ګونډه اېښې وه.
درې نور پولیس چې د پېښې په ځای کې وو په وژنه کې د مرستې او د جرمي شریک په توګه تورن شوي او تمه ده چې دوشنبه، د جون پر ۸مه نېټه محکمې ته وړاندې کړل شي.
اعتراض کوونکي هیله لري چې د فلویډ مړینه به د وژنې په پېښو کې د پولیسو د ښکیلتیا په اړه قانون کې ژور بدلون ته لاره هواره کړي، ځکه دا له دې قانونه یوه مستثنی پېښه ده.
امریکا کې د هغو پولیسو مطلق اکثریت چې د وژنې پېښو کې ښکیل وو د هغه قانوني مصونیت له امله چې دوی یې لري پر هیڅ جرم نه دي تورن شوي او محکومېدل خو یې لا ډېر لېرې دي.
له قضايي تعقیبه خوندیتوب:

د عکس سرچینه، AFP
د پولیس د زور زیاتي د څار پروګرام له مخې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ موده کې د پولیسو په لاس د وژنې ۷ زره او ۶۶۶ پېښو په اړه سندونه را ټول شوي. دا د فعالانو په وینا د دې پېښو ۹۲ سلنه دي.
له دې ډلې یوازې په ۹۹ قضیو کې پر پولیسو تور پورې شوی چې دا د ټولو پېښو یوازې ۱،۳ سلنه دي او له دې ډلې بیا ۲۵ پېښو کې تورن کسان محاکمه شوي دي.
په واشنګټن کې د کاټو انیسټیټیوټ د جنايي جرمونو مرستیالې کلارک نیلي بي بي سي ته وویل، هغه څه چې د جارج فلویډ په پېښه کې وشول ډېر کم پېښيږي، چې څارنوالان پر پولیسو د جنايي جرم تور پورې کړي.
نوموړې وايي، څارنوال اړ دی چې له پولیسو سره یو ځای کار وکړي او د قضیو په سپړلو او په محکمه کې د شاهدۍ ورکولو لپاره د دوی په مرسته تکیه کوي.
د دې په وینا د پېښو قربانیان او خپلوان دا غوراوی لري چې په مدني محکمو کې د اوښتې زیان له امله پر پولیس افسرانو قضیې ثبت کړي، خو د دې غوراوي کارولو لپاره د "محکمو دروازې اکثراً تړلي دي" او دلیل یې یو اصل دی چې "په شرایطو برابر مصؤنیت " یې بولي.
زور زیاتي ته پرانستې لارې:

د عکس سرچینه، AFP
په ۲۰۱۴ کال امې کاربېټ د هغه کس د تعقیب پرمهال د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شوه چې د دې د کور انګړ ته اوښتی و.
دې لړ کې وسله وال پولیس دهغه انګړ ته ننوتل او د امې شپږ ماشومانو ته چې لوبې یې کولې وویل چې پروت وکړي.
دې وخت کې د هغې سپی را ووت. که څه هم محکمه وايي سپي پولیسو ته هیڅ خطر نه و پیښ کړی، خو یوه پولیس پرې دوه ډزې وکړې.
سپی ونه لګېد، خو په یوه مرمۍ د امې لس کلن زوی چې د پروت په حال کې و ولګید. زوی یې ژوندی پاتې شو خو په پښه سخت ټپي شو او له رواني پلوه یې ډېر زیان ولید.
محکمو د امې له خوا د دې افسرانو د قضايي تعقیب هڅه رد کړه او دلیل یې دا و چې " داسې کوم قانوني اصل نشته چې له مخې یې باید د نیولو پرمهال د تصادف له مخې زور ونه کارول شي".

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه بله بېلګه چې ډېر پام ور اوښتی و، د ملایکا بروکس پېښه وه، چې له اتو میاشتو میندواره وه.
نوموړې درې ځله د پولیسو په ځانګړې اله ووهل شوه، له موټر راکش کړل شوه او د ۱۱ کلن زوی په وړاندې یې لاسونه ولچک کړل شول.
دا ځکه چې هغې د موټر لپاره ټاکل شوی سرعت نه و مراعات کړی او په یوه ساعت کې د ۲۰ میله پر ځای یې ۳۲ میلو په سرعت موټر ځغلاوه.
خو د ملامتۍ د نه منلو په پار یې د سرعت پر پاڼې له لاسلیکه ډډه وکړه.
د هغې قضايي دعوه په محکمه کې د پولیسو د ځانګړې الې د کارولو پر ضد وه. دا یو ډول کیبل لرونکې آله ده. خو د واضح قانوني حق د نشتوالي په دلیل یې دعوه رد شوه.
نوموړې لس کاله وروسته د محکمې له اډانې دباندې د ۴۵ زره ډالرو په مقابل کې یوه جوړ جاړي ته ورسېده.
نیلي وايي: "دا ډېره حیرانوونکې خبره ده چې د محکمو له خوا ډول، ډول وضعیت ورکولو سره د پولیسو لاره خلاصیږي. او دا هغه خبره لا پیاوړې کوي چې زه یې د قانون عملي کولو برخه کې نږدې بشپړه نامسؤلانه کړنلاره بولم "
فلویډ ته عدالت غوښتنه:

د عکس سرچینه، AFP
نیلي وايي د "شرایطو له مخې مصؤنیت" له کبله ښايي د فلویډ کورنۍ ته ډېره ستونزمنه وي چې انصاف تر لاسه کړي.
"که دوی داسې یو حالت په ګوته نه کړي چې محکمې دې ویلي وي چې د ۹ دقیقو لپاره د یو چا پر مرۍ تر مرګه ګونډه لګول ناقانونه کړنه ده نو د شرایطو له مخې د مصؤنیت دکتورین وايي قضايي تعقیب نه شي کېدای ځکه دا قضیه په کتابونو کې نشته".
بي بي سي د امریکا د ملي پولیسو ټولنې سره اړیکي ونیول، خو د دې رپوټ تر خپرېدو یې له څو ځله تیلیفوني تماس سره بیا هم ځواب را نکړ.
خو د دې ټولنې مشر مایک مکهېل د فلویډ د قضیې په اړه وړاندې ویلي وو : "دا یوه هېښوونکې پېښه ده، د دې افسرانو کړنو ته نه له قانوني، نه له ځاني دفاع او نه هم له اخلاقي پلوه برائت ورکول کېدای شي".
سیاستوال هم همداسې یو نظر ورکړی:
د ماساچیوسیټس استازې ایانا پرېسلې د مۍ پر ۲۹ د پولیسو د وحشي عمل غندنې لپاره د پریکړې طرحې وړاندې کولو مخکې پر ټویټر ولیکل: "له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د پولیسو په لاس د تور پوستو او قهوه یې رنګه کسانو جسدونه نندارې ته وړاندې کيږي، څارل کیږي، تر کنټرول لاندې نیول کیږي، له محاکمې پرته وژل کیږي، له مرۍ نیول کیږي، وحشت او وژنې کیږي".
دې دغه راز ویلي : "نه پریږدو چې دا وژونکې بې عدالتۍ نور دوام وکړي".
داسې ښکاري چې د خلکو له خوا فشار د فلویډ قضیې پرمخ وړلو کې رول لرلی دی، خو د لا ډېرو ژورو بدلونونو غوښتنه کیږي.
کارپوهان او خبریالان وايي چې ستره محکمه ښايي په "شرایطو برابر مصؤنیت" دوکتورین په اړه هم خپل نظر بدل کړي.
فعالانو دغه راز پر کانګرس غږ کړی چې د (پولیس هر چا ته بشپړ پام کوي) په نوم قانوني مسوده تصویب کړي.
دا مسوده به فدرالي قانون پلي کوونکي افسران له اړتیا پرته له وژونکي زور کارولو منع کړي او د نورو لارو چارو د نشتوالي په صورت کې به یې یوازې د وروستۍ وسیلې په توګه کار وي.
د کانګرس ځینو غړو د دې مسودې د ملاتړ غږ پورته کړی چې له مخې به پوځي وسلې پولیسو ته نه ورکول کیږي. د ځینو نورو قوانینو طرحې په کانګرس کې ځنډیدلې پاتې دي.
امریکا نوي پولیس ته اړتیا لري:

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د مدني ازادیو ټولنې اړوند د عدالت څانګې مشر بوټ یوډي افر په دې نظر دی چې امریکا ته اړتیا ده چې له دې زیات څه وکړي: "اړتیا ده چې د پولیسو د رول په اړه اوسنی دود او نظر بدل شي."
د امریکا په فدرالي نظام کې پولیس په پراخه توګه نامتمرکز حالت لري.
ښاغلی افر وايي په ځینو ښارونو کې د ایالتي حکومت ۴۰ سلنه بودجه پولیس پورې تړاو لري.
په امریکا کې په بیلابیلو حالاتو کې وسله وال پولیس ځای پر ځای کیږي، چې کېدای شي شخړه پراخه کړي لکه ښوونخیو ته او د وړو شخړو د هواري لپاره پولیس استول.
په امریکا کې په هرو درې ثانیو کې یو تن نیول کیږي. د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې د مالوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې په ټوله امریکا کې لس اعشاریه درې ملیونه کسان نیول شوي وو.
آفر وايي په ډېرو قضیو کې نیول شوي کسان په کوم سخت جرم نه وي تورن.
د ادعا له مخې جارج فلویوډ هڅه کوله چې یوه دوکاندار ته یو جعلي نوټ ورکړي.
ښاغلی افر وایي: "پر پولیسو باید لسګونه ملیاردونه ډالر ونه لګول شي. پکار ده دا پیسې پر هغو ټولنو ولګول شي چې په تاریخي لحاظ پولیسو په نښه کړي دي."
په داسې حال کې چې د پولیسو لیکو کې د معیارونو لوړول ښايي یو څه ښه پایله ولري، خو د نیلي او افر له نظره د پولیسو قضايي او عدلي تعقیب یو نمایشي کار دی.
د کوویډ-۱۹ ناروغۍ خطر سره اعتراض کوونکي له خپل دریځه نه اوړي، فعالان غواړي پر واټونو اعتراض پر یوه بدلون واړوي.
آفر وايي: "موږ په امریکا کې د پولیسو له زور زیاتي او توکم پالنې سره بنسټیزې ستونزې لرو. د دوی مخنیوي لپاره د لسیزو له هڅو سره له دې مبارزې نه یو په شا شوي. موږ د پولیسو د فردې محاکمو له لارې دا مبارزه نه شو ګټلی".









