امریکا کې د تور پوستي وژنې ته د بالیوډ ستورو غبرګونونه

د عکس سرچینه، MANIKARNIKA FILM POSTER
امریکا کې د سپین پوستي پولیس په لاس د تورپوستي له وژلو وروسته که دغه هېواد کې مظاهرې دي، نو نړۍ کې مهم شخصیتونه د خواله رسنیو له لارې په دې تړاو نظر څرګندوي.
دوی د بالیووډ څو لوی ستوري هم دي چې نظر یې خواله رسینو کې ډېر لاس په لاس کېږي او هغه هم پرینکا چوپړه، دپیکا پادوکون، دیشاپټاني، ټایګر شروف، کرن جوهر، کرینه کپور راځي.
خو د پرینکا خورا جذباتي نظر ډېر لاس په لاس کېږي چې په ټوېټر کې یې لیکلي دي، یوازې د رنګ له امله وژل بې انصافي ده.
د نوموړې دا نظر د خلکو نه دی خوښ شوی او ورته لیکلي یې دي چې خپل هېواد کې د بې انصافۍ خلاف ولې غږ نه پورته کوئ.
ځینې ټوېټر کارنو د پرینکا چوپړه هغه سوداګریز اعلانونه ټېګ یا په نښه کړي چې دا پکې د مخ رنګ د سپینولو لپاره د کریم کارولو سپارښتنه کوي.
نورو ورته لیکلي چې هند کې روانې مذهبي او ټولنیزې بې انصافۍ ته ولې چوپه خوله ده.
نیوکګر وايي، د انساني حقونو په ملاتړ غږ اوچتولو کې دوه مختوب پکار نه دی، هغه که هر چېرته یا د هر چا خلاف وي.
خو هنرمنې کنګنا رناوت بالیووډ په دوو معیارونو تورن کړی دی او په هند کې د ګڼو خلکو له لوري د یوه هندو سادهو د وژلو مثال یې ورکړی او ویې ویل چې په داسې مسلو یا پېښو باندې خلک پټه خوله پاتېږي.
ابي دېول هم ویلي، چې د بالیووډ خلک امریکا کې د حق په ملاتړ درېږي، خو هند کې چې د قرنطین پر مهال له مزدورانو سره څه کېږي، د هغه په هکله څه نه وايي.
پر ملاله یوسفزۍ ورته نیوکې

د عکس سرچینه، MALALA FUND/ ALI WAZIR FACEBOOK
د جون په دریمه د نوبل سولې جایزې ګټونکې پښتنې ملالۍ یوسفزۍ ټوېټ هم له ورته نیوکو سره مخ شو.
نوموړې لیکلي و، په امریکا کې روانو احتجاجونو ته په اشارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د تور پوستو سره زیاتی او نا انصافي ورته د منلو نه دي.
د نوموړې د دې ټویټ په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
"سمه ده چې د تور پوستو ژوند مهم دی. خو په سویلي اسیا کې د فاشېستو رژیمونو لخوا د پښتنو او بلوڅو ټولوژنه به څنګه شي؟ دلته چې هره ورځ کومه ګناه کېږي، د امریکا له هغې لس واره بدتره ده "
علي وزیر ملالې یوسفزۍ ته لیکلي: "یا بې طرفه اوسه، او یا حقیقت ومنه".








