یوې ښځې چین ولې غوسه کړ؟

فنګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فنګ فنګ ووهان کې د قرنطین حالت خواله رسنیو کې خپراوه چې د نړیوالو پام یې خپل کړ.

ایوراډګټونکې چینایۍ لیکوالې فنګ فنګ په ووهان کې د کورونا ویروس د خپریدو لومړیو کې خپل ورځنی ژوند یاداښت کړی، چې اوس په کتابي بڼه انګریزي ته هم ژباړل شوی دی.

فنګ فنګ چې تېره جنورۍ په دغه ښار کې د خپلو تجربو یادښتونه پرلیکه خپرول، نو هغه مهال کورونا وېروس د همدغه ځای لپاره مصیبت بلل کېده.

خو په چین کې میلیونونو خلکو د دې ۶۵ کلنې لیکوالې د هغه ښار په اړه دا ورځني یادښتونه ولوستل چې د کورنا وبا پکې لومړی ځل را برسېره شوه.

د کال لومړیو کې ووهان په نړۍ کې لومړنی ځای و چې یو مخ قرنطین شو او هیڅ ترې نه اورېدل کېدل، خو اوس هلته دا تېر هرڅه په پراخه کچه خپرېږي.

دا ښار نه یوازې له چین بلکې له ټولې نړۍ بېل کړی شوی و.

د قرنطین له دوام سره د فنګ فنګ محبوبیت زیات شو، خپروونکو وویل، چې یادښتونه به یې ټول او پر څو ژبو خپاره کړي.

خو د فنګ فنګ دې نړیوالې پېژندګلي چین کې هغې ته ډېر کسان غوسه کړل او ان غداره یې وبلله.

د هغې یادښتونه څه وايي؟

ووهان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ووهان له اونیو قرنطین وروسته عادي حالت ته ستنېږي.

د جنورۍ وروستیو کې چې په ووهان کې چین قرنطیني حالت پیل کړ، فنګ فنګ چې اصلي نوم یې وانګ فنګ دی، چینايي خواله رسنۍ ویبو کې د دې ښار پېښې مستندول پیل کړل.

د ورځني ژوند د ننګونو او د قرنطین له امله د رواني اغېز په هکله یې هرڅه لیکل.

خپرندوی هارپر کولینز وایي: هغې د خپل ښار د میلیونونو وګړو، ډار، ناهیلي، غوسې او هیلې ته غږ ور کړ.

دی وایي: "نوموړې پر ټولنیزه بې انصافۍ، واک ناسم کارولو او نورو هغو ستونزو هم غږېږي چې دې وبا ته ځواب کې خنډ و او له دې امله هغه په انلاین یا پرلیکه ناندریو کې ښکېله شوه".

په خپل یوه کالم کې چې سنډې ټایمز هم خپور کړی، نوموړې هغه ستونزه یادوي چې له هوايي ډګر د خپلې لور بوولو کې ور سره مخ شوې ده:

"په کوڅو کې په ډېره سختۍ ګاډي یا پلي کسان موندل کېدل، دا هغه څو ورځې وې چې ښار کې وېره او وحشت خورا زیات و. موږ دواړو ماسکونه تړلي و".

د نړۍ پام څنګه ور واوښت؟

هغه وخت چې خبرونه خورا زیات فلترېدل او خپلواکې خبري شبکې ناویاتې وې، فنګ فنګ ډېر ژر د مالوماتو په باوري سرچینه بدله شوه، د نامتو لیکوالې په توګه باوري سرچینه ګڼل کېدله.

د انډیپېنډېنټ خبري وېبپانې له مخې د ویببو یوه کارن ورته لیکلي: "دا هېواد ستا په څېر باضمېره لیکوالو ته ضرورت لري. ولس په ډېری حکومتي رسنیو بې باوره شوی دی".

د هغې شهرت او الفاظو د نوموړې خبرې ډېر ژر په چین او بهر کې خپرې کړې.

چین ولې پرې ور تاو شو؟

ووهان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ووهان کې لا هم د کورونا وېروس معاینې کېږي.

په چینايي خواله رسنیو کې سایبري ملتپالنه عامه ده. په زرګونه غوسه نېټ کارن په چین باندې د نیوکې، سپکاوي او یا د بهرني کنځل په مقابل کې درېږي. فنګ فنګ هم له دې پرلیکه غبرګون په امن نه ده.

څومره چې نړۍ کې د کورونا وېروس خپرېده خلکو پر چین نیوکې ډیرې کړې. همدا سختې نیوکې او څار په چین کې خلک دفاعي حالت ته را وستل.

دا هرڅه په داسې مهال و، چې په لوېدیځ کې ټاکلې وه د فنګ فنګ یادښتونه واحیستل شي.

د ویبو مختصصه خبري وېبپاڼه وايي، کله چې د هغې د یادښتونه په امازون کې نړیوال چاپ پلور ته ازاد وړاندې شول عامه فکرونه د هغې خلاف واوښتل.

د رپوټ له مخې، د ډیرو چینايي کارنو په اند، د ووهان د قرنطن په هکله د فنګ د نیوکو ژباړلې بڼه به یوازې د چین نیووکګرو ته لا ډېر مهمات په لاس ور کړي.

هغه ډېره ژر د حقیقت ویونکې په ځای د چین لپاره غداره وبلل شوه او ځینو دا هم وویل، چې ان د ناورین په بیه خپل شهرت زیاتوي.

د ویبو یو کرن وايي، له ملي کړکېچ کار اخلي او ګټه کوي، دا سپکاوی دی.

خلکو ته په دې هم غوسه ورغله چې کتاب یې امریکا کې خپور شو او هغه هم په داسې مهال چې د کورونا وېروس له امله د چین او متحده ایالتونو ترمنځ ډيپلوماټیکې ناندرۍ روانې دي.

د چین دولتي رسنۍ هم دا ښه روښانه کړې چې د فنګ فنګ په هکله څه دریځ لري.

ګلوبل ټایمز لیکلي: "په بهرنۍ میډیا کې د هغې نړیوال شهرت په چین کې د ډېرو لپاره دا خبرداری دی چې دا لیکواله ښايي د لوېدیځ لپاره یوه بله د لاس اله وي چې په مټ یې د چین د خلکو هڅې شنډې کړي".

دا رسنۍ زیاتوي: "د هغې یادښتونه یوازې ووهان کې بد لوری ښيي او د ځايي خلکو هڅې او د ټول ملت پراخ ملاتړ له پام غورځوي".

کتاب ته غبرګون

ووهان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین وروستیو کې وویل، د ووهان ښار ټول وګړي معاینه کوي.

دا ویل به سخت وي، ځکه کتاب تېره جمعه بازار ته وړاندې شو.

نیویارک ټایمز د کتاب سوچه صداقت ستايي او وايي، ښايي قرنطین کې یې پټه خوله ژوند کاوه، خو زړورې جملې یې لیکلې.

د اېن پي ار د مخ کتنې له مخې، دا یادښتونه د ووهان د ۷۶ ورځني قرنطین پر مهال د وړې غمیزې او ګونګ حالت سندونه دي، خو له بده مرغه په انګریزۍ ژباړه کې هغه څو اړخیزه بڼه نه ده انتقال شوې، چې په چینايي یادښتونو کې شته.

خو امازون کې دا کتاب له منفي نظرونو سره مخ دی او یوه کس بشپړ کوټه یا فېک مالومات بللي دي.

خو بل ارزوونکي دا کتاب ستایلی او ویلي یې دي، د فنګ فنګ یادښتونو هغه ښار ته ورسۍ پرانیسته چې ټولې نړۍ ور کتل.