فرانسه کې یوې ښځې څنګه هېواد په مظاهرو بدل کړ؟

پاریس

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مظاهره چیان د خواله رسنیو له لارې سره غونډېږي.
    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

فرانسه کې د سونتوکو د بیې لوړېدو سره له څو میاشتو راهیسې اعتراضونه پیل شوي او تېر اکټوبر کې په مظاهرو بدل شول.

دې مظاهرو کې د شنبې په ورځ نږدې ۱۲۵ زره کسانو ګډون درلود چې تر لس زرو یوازې پاریس کې و.

مظاهره چیان چې د سونتوکو د بیې زیاتېدو خوابدي کړي، د پلورنځیو شیشې ماتوي، موټر سوځوي او هټۍ لوټوي.

د دوی دغه کار د فرانسې اقتصاد لپاره ډېر زیان اړولی، ځکه د فرانسې د مالیې چارو زیر دغه مظاهرې د خپل هېواد اقتصاد ته ناورین او د ولسواکۍ او ټولنې لپاره کړکېچ بولي.

هغه پاریس کې د لاریونونو له امله زیانمنو پلورنځیو ته تللو سره وویل: دا د کار او کسب لپاره ناورین دی، د اقتصاد لپاره ناورین دی.

د مظاهرو له امله حکومت هم اړ شو چې پر سونتوکو لګېدلې مالیه وځنډوي، خو لا هم مظاهرې روانې دي.

د ښځې غږ

اور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اتم ډیسمبر مظاهرو کې پنځوس موټر وسوځول شول

د پاریس څنډو کې ۳۲ کلنه موټروانه پریسیلیا لودوسکي د دې مظاهرو پیلوونکې ده.

هغې مۍ میاشت کې د سونتوکو د بیې کمولو لپاره د فرانسې د ډېزلو پمپونو کې کمپاین پیل او اینټرنېټ کې یې له خلکو وغوښتل چې غوښتنه یې لاسلیک کړي.

هغې خپله غوښتنه کې لیکلي و. حکومت د پیټرولو او ډېزلو بیه بیا بیا زیاتوي.

د پریسیلیا لودوسکي دغې اینټرنېټي غوښتنې د اکتوبر ۲۰۱۸ پورې د چا پام خپل نه کړ، خو د اکتوبر پر ۲۲ لوپریزین ورځپاڼې د دې موټروانې د غوښتنې په هکله رپوټ جوړ کړ.

له دې رپوټ وروسته ډېرو خلکو د سونتوکو د بیې کمولو لپاره د هغې غوښتنه لاسلیک کړه.

په ورته مهال ډېرو فیسبوک کارنو د دې غوښتنې د ملاتړ لپاره (د سونتوکو د بیې ډېرېدلو مخالف ملي بلوکاژ) په نوم ډله جوړه کړه.

ځینې کسانو هم په خپله خوښه ځايي ډلې جوړې کړې.

ځینې کرونګرو هم خواله رسنیو کې فلمونه او کلېپونه خپاره کړل او هغو کې یې د خپل ژوند سخت حالت بیان کړ.

همدا و چې دا مظاهرې د اکتوبر وروستیو کې لا ډېرې فعالې شوې.

زېړ واسکټي د خواله رسنیو له لارې سره ملګري شول، اوس هم دوی د خپل غږ پورته کولو او مظاهرو لپاره دا رسنۍ کاروي.

زېړواسکتي یوه ښځینه غږ را پورته کړل، خو لا هم دوی کوم ځانګړی مشر نه لري.

ولې زېړواسکټي؟

زېړ واسکټي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مظاهره چیانو اول د سونتوکو د بیې او مالیې کمېدل غوښتل خو اوس د ولسمشر استعفا هم غواړي.

د فرانسې اوسني لاریونوال په زېړ واسکټو مشهور دي.

زېړ واسکټ هغه واسکټ دی چې د قانون له مخې باید ټولو فرانسوي ګاډو کې وي، کله چې موټر خرابېږي او بېړنی حالت وي، موټروان یې اغونځي او مرستې ته په تمه کېږي.

دا قانون پر ۲۰۰۸ کال پلی شو او که یې څوک نه مني، ۱۵۳ ډالره جرمانه کېږي.

زېړ واسکټي هغه لاریونونه هم بیا یادوي چې پر ۲۰۱۳ کال د فرانسې برتانوي ولایت کې د موټرو درنو مالیو لګېدو سره مخالفت کې وشول.

هغه مهال معترض موټروانان او موټروال هم په سورخولیو مشهور شوي وو.

زېړ واسکټي ولې مظاهرې کوي؟

لودوسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د لي پاریسین ورځپاڼې تر رپوټ وروسته د لودوسکي غوښتنې زور واخیست او مظاهرې پیل شوې.

زېړواسکټي وايي، د تېلي توکو مالیه او د سونتوکو بیه زیاته شوېاو د پېرلو وس یې کم شوی، ځکه دوی مظاهرې کوي.

د ډېزلو بیه چې تر ډېره د فرانسې موټرو کې کارېږي تېرو ۱۲ میاشتو کې ۲۳ سلنه ډېر شوي او هر لېتر له ۱،۵۱ ایرو سره برابر شوی دی.

د سونتوکو مالیه زیاتول د امانویل مکرونه د حکومت پلان دی چې پر ۲۰۱۷ کال تصویب شو.

د دې سیاست اغېز د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې ډېر شو او همدې سره د اکتوبر وروستیو کې مظاهرې هم ټول هېواد کې پیل شوې.

اوس چې مظاهرې پراخې شوې سیاسي غوښتنې هم ور سره شوې دي او ان د ولسمشر امانویل مکرون د ګوښه کېدو غږونه هم پورته کېږي.

د چا ملاتړ زیاتېږي

پاریس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شنبي ورځې مظاهرو د ارامولو لپاره اته زره پولیس او ۱۲ زره زغرګاډي پر سړکونو ولاړ و.

په زېړواسکټو مشهورو دې لاریونونو پام وړ ملاتړ خپل کړی دی، ځکه د فرانسې سیاسي فضا او د خبرونو سرټکو باندې بدل شوي دي.

کله چې د نومبر پر ۱۷ د لاریونوالو شمېر له دوو لکو ډېر او ټوله فرانسه کې یې ستراتیژیکې سترې لارې او مرکزونه وتړل، نو څارونکي او سیاسي لوبغاړي یې هیښ کړل.

دا مظاهرې کوم د سیاسي ګوند یا ټولنو نه دي بلکې ډېرې داسې کسانو پکې ګډون کړی چې وايي، اول ځل له یوې مظاهرې یا داسې ټولنیزې غوښتنې سره یو ځای کېږي.

فرانسوۍ ورځپاڼې لوفیغاړو/ لوفیګارو وايي، دې کړکیچ په خلکو کې د ولسمشر ایمانویل ماکغون او لومړي وزیر اډوارډ فیلیپ پر ملاتړ اغیز کړی.

د وروستیو سرویګانو د پایلو له مخې اوس لومړی وزیر په خلکو کې تر ولسمشره ډیر محبوبیت لري.

هغه داسې چې اډوارډ فیلیپ د ۵۵٪ خلکو خو ولسمشر ماکغون ایله د دېرش سلنه خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

فرانسوۍ ورځپاڼې لیکي د ولسمشر محبوبیت په خلکو کې ځکه کم شوی چې د تیرو اونیو د لاریونونو پرمهال یې له دې ستونزې ځان ډیر ګوښی ساتلی او هغه چې په کار و د خلکو غوښتنو ته یې پام نه دی کړی.

د زېړواسکټو مظاهرې د نېټې له مخې

شیشې پاریس

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فرانسې د مالیې وزیر دا مظاهرې د اقتصاد لپاره ناورین بولي. چارواکي وايي تراوسه په میلیونونو یورو تاوان رسېدلی دی.

د نومبر ۱۷: ۲۸۲ زرو کسانو لاریون وکړ. یو کس ووژل، ۴۰۹ ټپیان او ۳۷ ونیول شول.

د نومبر ۲۴: ۱۶۶ زرو کسانو مظاهره وکړه، ۸۴ ټپان او ۳۰۷ ونیول شول.

د ډیسمبر ۱: ۱۳۶ زرو کسانو اعتراض وکړ. ۲۶۳ ټپیان او ۶۳۰ ونیول شول.

د ډیسمبر ۸: ۱۲۵ زرو کسانو لاریون وکړ. ۱۱۸ ټپیان او ۱۷۲۳ ونیول شول.