کورونا وېروس: پاکستان کې پر تراویح اختلاف؛ ۵ زره تبلیغیان قرنطین

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د کورونا ویروس سره د مبارزې لړ کې پر تګ راتګ بندیزونو په ګډون لګلو شوي د محدودیتونه د دوو نورو اونیو لپاره وغځول.
لومړي وزیر وویل، د روژې میاشت کې به د جمعې لمانځه، تراویح او اعتکاف په هکله پرېکړه د اپریل پر ۱۸ مه کېږي.
د پاکستان مذهبي چارو وزیر پیر نور الحق قادري هم ویلي وو چې د دوشنبې پر ورځ به د ولسمشر عارف علوي په مشرۍ غونډه کې د ټولو مسلکونو د علماوو، سیاسي او مذهبي مشرانو له سلا مشورې وروسته د جمعې لمانځه، تراویح او اعتکاف په تړاو پرېکړه وشي.
خو د پاکستان رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمان له حکومتي چارواکو او نورو علماوو سره له مشورې مخکې په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې جوماتونو ته به پر ورتګ بندیز نه وي او په جماعت سره به د لمونځ کولو بهیر روان وي.
له دې مخکې، وړمه ورځ د پاکستان کراچۍ ښار کې یو شمېر مذهبي مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې له احتیاطي تدبیرونو سره به ټول هېواد کې د جوماتونو دروازې پرانیستې وي او پنځه وخته لمونځ به په جماعت سره ادا کېږي.
په اعلامیه کې راغلي وو چې د جمعې لمونځ به هم په جماعت سره ادا کېږي، ځکه د دریو یا پنځو کسانو بندیز عملي نه دی ثابت شوی.
سېند کې ۵ زره تبلیغیان قرنطین:

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د پاکستان د سېند ایالت چارواکو اعلان کړی دی چې هلته ورغلي پنځه زره تبلیغان یې ۱۴ ورځو لپاره قرنطین کړي دي.
چارواکي وایي، له دې ډلې به هره ورځ د زر کسانو معیانه کېږي چې ایا په کورونا وېروس اخته دي او که نه. که د چا پایله مثبته وه درملنه به یې کېږي، او هغوی چې روغ وي خپلو کورنو ته تللی شي.
که څه هم د سېند ایالت چارواکو د دې کسانو په اړه نه دي ویلي چې څوک او د کوم ځای دي، خو باوري سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې په دوی کې ډېری کسان د خیبر پښتونخوا ایالت اوسېدونکي دي.
پاکستان کې له دې وړاندې هم داسې وېره وه چې ښایي په تبلیعي اجتماع کې ګډون کوونکو کسانو کورونا وېروس خپلو سیمو او کلیو ته وړی وي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د پنجاب ایالت اعلی وزیر عثمان بزدار ویلي وو، د دغه ایالت په ۳۳ ولسوالیو کې څه باندې لس زره تبلیغیان قرنطین شوي دي چې په هغوی کې ۲۹۶ کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
خواله رسنیو کې د تراویح په اړه مخالف نظرونه:

د عکس سرچینه، EPA
پاکستانیانو پر خواله رسنیو د مفتي منیب الرحمان له دې اعلانه وروسته تاوده بحثونه پیل کړي.
یو شمېر کسانو د مفتي منیب الرحمان له اعلان سره مخالفت کړی، خو یو شمېر نورو بیا د نوموړي ستاینه کړې.
پر خواله رسنۍ ټویټر بیا فیصل محمد کاروونکي د مفتي منیب الرحمان پر اعلان نیوکه کړې او لیکلي یې دي.
"همدا اوس لومړي وزیر اعلان وکړ، چې په جوماتونو کې د خلکو شمېر زیاتولو په هکله به له علما کرام سره مشوره وشي او دا شمېر به زیات شي. خو مفتي منیب الرحمان و نه شو کولای د ۱۰ دقیقو لپاره هم صبر وکړي او له خپل لوري یې د بندیز ماتولو اعلان وکړ. په علماوو کې د همغږۍ کمېدل د اندېښنې وړ خبره ده "
یو شمېر ټوېټر کاروونکو د کعبه شریفې له تصویر خپرولو سره پوښتنه کړې، که سعودي عرب کې په مسجدالحرام او نبوي جومات کې د جماعت پر لمونځ ادا کولو بندیز لګول کېدای شي، نو د پاکستان جوماتونو کې داسې ولې نه شي کېدای؟

د عکس سرچینه، @TLPRizviMedia
خو بل لور ته بیا ګڼ شمېر کسانو د مفتي منیب الرحمان اعلان ستایلی او هرکلی یې کړی دی. محمد منیب نومي کس پر مفتي منیب الرحمان له نیوکه کوونکو پوښتنه کړې:
"که له احتیاطي تدبیرونو سره دفترونو ته تګ راتګ کېدای شي، نو جو ماتونو ته ولې نه شو تلای؟ "
حسیب اسلم نومي کس بیا هغو کسانو ته په ځواب کې کاږي چې د سعودي عرب یادونه یې کړې: "موږ د اسلام پیروان یو. د سعودي عرب پیروان نه یو. ما ته د اسلام په حواله خبره وکړئ "
د دغه بحث تر ټولو تونده خبره ښايي، د پاکستان فدرالي وزیر فواد چودري کړې، چې وايي:
"مولانا منیب الرحمان زموږ مشر دی، درناوی یې کوو، خو دی چې دومره لویه میاشت نه ویني، دومره کوچنی کورونا ویروس به له کومه وویني. د مذهبي چارو وزارت پام مو را اړولی چې ستاسې د وزارتي کمېټې مشر که د حکومت پر پرېکړو داسې ملنډې وهي، نو له نورو به څه تمه وشي؟ "









