کورونا وېروس: پاکستان کې دوه افغان کډوال مړه شول

د عکس سرچینه، Getty Images
په اسلام آباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، د کورونا وېروس له امله تر اوسه دوه افغان کډوال مړه شوي چې یویې په مردان او بل یې په پېښور ښار کې اوسېد.
په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د کډوالو چارو مسؤل عبد الحمدي جلیلي بي بي سي ته ویلي چې د دغو افغان کډوالو له مړینې وروسته د هغوی د اوسېدو ځای تړل شوی او د کورنۍ غړي یې د قرنطین مرکز ته لېږدول شوي دي.
ښاغلي جلیلي که څه هم ویلي چې تر اوسه په پاکستان کې د افغان کډوالو په پنډغالو کې د کورونا وېروس د خپرېدو شواهد نه شته، خو زیاته کړې یې ده چې دا ګڼ مېشتي پنډغالي دي نو ځکه د دې وېروس د خپرېدو خطر شته.
نوموړي له کورونا وېروسه د افغان کډوالو د خوندي ساتلو لپاره پر نړیوال مرستندویه ټولنو او پاکستان حکومت غږ وکړ چې په بیړه لاس په کار شي.
په پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله د ځايي چارواکو له قوله وايي، دغه هېواد کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۴۸۹۳ تنو ته رسېدلی دی، چې د دغې ناورغۍ له کبله ۷۸ کسان مړه شوي دي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اطلاعاتو سلاکار اجمل وزیر رسنیو ته ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۴۰ ناروغان ثتب شوي دي، چې ورسره په صوبه کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر ۶۵۶ تنو ته رسېدلی دی.
له پاکستان وروسته ډېر شمېر افغان کډوال د افغانستان په بل ګاوندي هېواد ایران کې مېشت دي. په دغه هېواد کې د کارګرانو یوه لویه برخه افغان کډوال دي.
د ایران روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وايي، په دغه هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ویروس اخته ۱۸۳۷ نوي کسان ثبت شوي دي او ۱۲۵ کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.
دې سره په ایران کې پر کوویډ - ۱۹ ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰ زره او ۲۹ تنو ته رسېدلی او څلور زره ۳۵۷ کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، TASNIM
د ایران د ولسمشر ویاند علي ربیعي ویلي چې د کورونا وېروس له امله د اقتصادي بحران په پایله کې میلیونونه کسان د بې کارۍ او دندو له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخامخ دي.
ده ویلي د دې کاګرانو شمېر شاوخوا اووه ملیونه دی چې درې میلیونه یې رسمي دندې لري او څلور میلیونه یې په نارسمي کارونو بوخت دي.
ښاغلي ربیعي ویلي وېره ده چې دا کسان خپل عاید له لاسه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې په تېر هجري لمریز کال کې د ایران اقتصادي وده صفر ته نږدې وه او روان وضعیت ته په دوام سره به په روان کال کې د ایران اقتصادي وده له صفره هم ښکته وي.
پر ایران پراخ اقتصادي بندیزونه لګول شوي او د کورونا وېروس له امله لکه د نورو ډېرو هېوادونو په څېر له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دی.
ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د کورونا وېروس ډېر ځپلی. دې هېواد کې د کورونا څه باندې اویا زره مثبتې پېښې ثبت شوي او د دې وېروس له امله تر اوسه څلور زره او ۳۵۷ تنه مړه شوي دي.








