د هلمند ناوې ولسوالي دولتي ځواکونو بېرته نیولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د سوېل هلمند ولایت چارواکي وايي، افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ناوې ولسوالي بېرته نیولې ده.
وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ تېر کال له افغان حکومته نیولې وه.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته ویلي، د دې ولسوالۍ په نیولو کې له افغان ځواکونو سره د بهرنیو هغو هوايي ملاتړ هم موجود و.
نوموړي زیاته کړې، افغان ځواکونه دمګړۍ د ناوې ولسوالۍ په مرکز کې دي او همدارنګه یې د "ماموریت عینک" په نامه سیمه هم، چې د طالبانو مهم سنګر ګڼل کېده، لاس ته لوېدلې ده: " د عملیاتو مشري له افغان کومانډو ځواکونو سره ده چې پولیس یې هم ملتیا کوي. "
د ښاغلي ځواک په خبره، د افغان ځواکونو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د وسله والو طالبانو له خوا د سړک پر غاړو ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي دي.
تر اوسه پورې د دغو عملیاتو له امله د ملکي خلکو او دواړو لوریو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

داسې رپوټونه هم شته چې د دغو عملیاتو لپاره له هراته هلمند ته تازه دمي افغان ځواکونه استول شوي ، خو دولتي سرچینو یې په اړه څه نه دي ویلي.
ځايي سرچینو د چنګاښ میاشتې په یوولسمه ویلي و چې د ناوې ولسوالۍ د بېرته تر لاسه کولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه د ناوې ولسوالۍ په اړه څه نه دي ویلي.









