د اوبو لانجه: هلمند کې د ایران پر ضد لاریون شوی

ر
د عکس تشریح، د لاریون په پای کې پنځه ماده ییز پرېکړه لیک ولوستل شو.

د هلمند سلګونه اوسیدونکو او فعالانو د ایران د ولسمشر د هغو خبرو په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په افغانستان کې یې د بندونو د جوړولو په اړه کړې وې.

دوی چې د مرکز لښکرګاه لار او کوڅو ته راوتلي وو، د ایران ضد شعارونه ورکول او دا خبره یې بدرګه کوله چې"د هلمند سیند په اړه دې د موسی شفیق لاسلیک شوې معاهده پلې شي".

د دې تړون له مخې د هلمند سیند شل سلنه اوبه چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه کېږي د ایران حق ټاکل شوی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، افغانستان کې د اوبو بندونو جوړول د دوی په چاپیریال بده اغیز کوي.

مظاهره کوونکو د ښاغلي روحاني دا څرګندونې د افغانستان په چارو کې د ایران ښکاره لاسوهنه په ګوته کړه.

دوی له افغان ولسمشرمحمداشرف غنی څخه ایران ته د هلمند سیند د اوبو د مهار غوښتنه وکړه.

د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د مظاهرې پریکړه لیک داسې ولوست.

"موږ له ایران سره تړون لرو چې پر ۱۹۷۳ کال لاسلیک وه هغه باید عملی شي، له ایران سره دې د تېرو ۴۰ کلونو د اوبو حساب وشي. زموږ په کورنیو چارو کې څوک د لاسوهنې حق نه لري. ایران دې ګوتڅنډنه نه کوي او دغه موضوع باید د خبرو له لارې حل شي. موږ د خپل ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ ملاتړ کو او موږ د ایران سره د اوبو مسله کې د حکومت ملاتړ کوو".

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر وايي، افغان بندونه یې چاپیریال زیانمنوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد پلازمنېه تهران کې د ګرد او باد "ننګونې او حل لار " غونډه کې په افغانستان کې د برېښنا بندونو له جوړولو سره مخالفت کي ویلي وه .

"په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتېدلی نه شو، ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز کوي".

د حسن روحاني دا څرګندونې د افغان چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي بي بي سي ته وویل، چې افغانستان ملي ګټو او نړیوال کنوانسیونو ته په پام خپلې اوبه کنټرولوي.

عبدالبصیر عظمي پر ایران نیوکه کوي او وايي، پخوا چې له دغه هېواد افغانستان ته اوبه راتللې اوس څاڅکی هم نه راځي او لامل یې هم دا بولي چې ایران په خپله خاوره کې تر ۶۵۰ برېښنابندونه او ډنډونه جوړ کړي، چې په دې کې له افغانستان سره پر پوله ۴۰ بندونه او ډنډونه یې جوړ کړي دي.

د ښاغلي عظیمي په وینا، "افغانستان ته چې کومې اوبه راځي ایران پرې لسګونو بندونه جوړ کړي او سل په سله اوبه یې کنټرول کړې دي او یو څاڅکی اوبه هم افغانستان ته نه ترې راځي".

د ده په وینا "د دې بندونو له امله، په هرات، فراه او نیمروز کې د سرحدي سیمو افغانان او د دوی ځمکې اغېزمنې شوې دي او ان ځینې خلک اجباري کډوالۍ ته مجبور شوي دي".

ر
د عکس تشریح، د هلمند کجکي برېښنا بند کاسه.